یمني ځواکونو د سعودي عربستان ۸ پوځي موټر له منځه یوړل

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د یمن د رسمي خبري اژانس «سبا» د راپور له مخې چې یمني پوځيانو او ولسي کمېټو پرون مازدیګر د مارب ولایت په صرواح سیمه باندې حمله وکړه چې د سعودي عربستان ۸ پوځي ګاډي یې له منځه یوړل.
او د سعودي عربستان په لسګونه تنه پوځيان پکې ووژل شول.
ویل کیږي چې د سعودي عربستان په وژل شویو پوځيانو کې څو لوړ رتبه پوځي قمندانان هم وجود لري.
د سعودي عربستان ځواکونو پرون یو ځل بیا د یمن په بېلابېلو سیمو باندې بمباري وکړه.



