امریکا د کندز روغتون کې د وژل شویو کورنیو ته پیسې ورکوي

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
اونۍ وړاندې امریکایي جنګي الوتکو د افغانستان د کندز ولایت د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون قصداً بمباري وکړه، چې تر ۵۶تنو پورې ډاکټران، عام وګړي او د روغتون نور کارکوونکي ووژل شول، او تر ۲۰۰تنو پورې نور ټپیان شول.
دا چې دا په نړیواله توګه وغندل شوه، امریکا ځان ته د خاورو د پوزې جوړولو لپاره له افغان ځواکونو څخه پرده پورته کړه او ویې ویل چې دا بمباري د دوی په غوښتنه ترسره شوه.
او اوس د امریکا دفاع وزارت پنټاګان پرېکړه کړې ده چې د افغانستان د کندز د بې سرحده ډاکټرانو روغتون کې د وژل شویو کورنیو ته به نقدې پیسې ورکوي.
او په افغانستان کې د خپلو مېشتو عسکر ته یې واک ورکړی دی چې دوی هم کولای شي د روغتون د مرمت کولو لپاره پیسې ورکړي.



