د خدای په خاطر! موټر ودروه! زه کوزیږم!

ډاکټر آصف

دلته په کابل کې یوه کیسه مشهوره شوې ده چې وایي: یوه ورځ یو فدایي ځوان، تنګه دریشي په تن کړې وه، ږیره یې خریلې وه او ویښته یې هم د مود روز په شکل جوړ کړي وو او خپل موټر یې له درنو بمونو ډک کړی او د امریکایانو پر ضد د خپلو فدایی عملیاتو په موخه له خپل موټر سره د امریکایی سرتیرو د ښکار پسې د کابل کوڅې یو له بلې پسې لټولې، یو خوا بل خوا پر امریکایانو پسې ګرځیدو چې ګورې په دې کې یو تبلیغي د سړک پر غاړې ولاړ دی او د ده موټر ته یې څوکه د دریدو اشاره ورکړه، فدایی موټر تم کړ، تبلیغي له فدایی سره په مخکی سیټ کی کیناست، فدایی بیرته خپل موټر ته حرکت ورکړ او د خپل سفر په لور رهي شو، لږه شیبه وروسته تبلیغی صیب د فدایی صیب خواته ورو وروکتل او ورته یی وویل ځوانه! یو څو خبرې درسره کوم که اجازه دې وي، فدایی ورته وویل ولې نه سل خبرې خو وکړه مهربانی!!! تبلیغی ورته وویل: وګوره خدای تعالی څومره ښایسته ځوانی درکړې ده، ته باید د خدای شکر ادا کړې، نه دا چې خدای تعالی له ځانه خفه کړې، ته باید داسې کارونه او اعمال وکړې چې په سنتو برابر وي او خدای تعالی دې د هغی په وسیله جنت ته بوځې، فدایی وویل هغه څنګه؟ تبلیغی وویل وګوره ږیره دې خریلې، پتلون دې اغوستی، د سر ویښته دې د لوچکانو په شان جوړ کړي، دا تول هغه شیان دی چی جنت ته له تلو دی منع کوي، ته باید ښکلې ږیره پریږدې، د سر ویښته یا وخریې او یا یې په سنت طریقه جوړ کړې، او ښکلې په سنت طریقه جامې جوړې کړې او وایې غوندې، نور نیک اعمال وکړی او له بدو کارونو نه ځان وساتي نو خدای تعالی به دې بې چون او چرا جنت ته داخل کړي، فدایی ورته وویل چې زه خو همدا اوس جنت ته روان یم صیبه، او که ته وغواړې تاهم له ځانه سره بوتللی شم، تبلیغې وخندل او ورته یې وویل چې ټوقې مه کوه، زه درته حقیقت وایم او ته یې په ټوقو اړوې، فدایی ورته وویل نه! نه! نه! قسم په رب زه ټوقې نه کوم شاته د بمونو او پطرولو دې ډکو بیلرونو او بوشکو ته یو نظر واچوه، او زما مخې ته موجودې دې بټنې ته وګوره، زه فدایی یم او د امریکایانو پسې راوتلی یم، او چې څنګه امریکایان وونیم نو له واره به دا بټن وهم او که د الله خوښه وي دواړه به یو ځای جنت ته ننوځو، او دا فیشن خو مې د ضرورت په خاطر دا ډول جوړ کړی دی څو امریکایانو ته مغالطه ورکړم، تبلیغې چې کله شاته بمونو ته وکتل نو له واره یې چیغې کړې چې موټر ودروه زه کوزیږم!!! موټر ودروه زه کوزیږم!!! د خدای په خاطر موټر ودروه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button