د کابل ښار جوی شیر سیمه کې د سرتیري برید پاتې جزئیات

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
نن سهار شاوخوا ۹بجې د کابل ښار د دویمې حوزې اړوند په جوی شیر سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان د یوې کرولا ډوله موټر پوسیله سرتیري برید ترسره شو، چې درانه تلفات یې درلودل.
ویل کیږي چې په دغه برید کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه له منځه تللي دي، او پکې سپاره ټول بهرني عسکر وژل شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو سوځېدلی موټر
د بهرنیو ځواکونو سوځېدلی موټر

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه منلې ده، او  ویلي یې دي چې په دغه برید کې اټکل ۱۲تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.
او زیاته کړې یې ده چې دا برید د کندز پر روغتون د حملې انتقام وو.
د کندز د سرحدي ډاکټرانو پر روغتون د بهرنیو ځواکونو جنګي الوتکو بمباري وکړه، چې تر ۵۶تنو پورې ډاکټران، عام وګړي او نور کارکوونکي ووژل شول.
د یادونې وړ ده چې یاد بهرني عسکر د افغان عسکرو د روزنې په موخه را وتلي وو، چې د طالب وسلوالو تر سرتیري برید لاندې راغلل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button