کاپيسا: طالبانو د تګاب ولسوالۍ بازار نيولی، پر ولسوالۍ او قوماندانۍ جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
وسله والو طالبانو نن سهار وختي د کاپيسا ولايت پر تګاب ولسوالۍ بريدونه پيل کړي دي، چې تر دې دمه يې د ولسوالۍ بازار نيولی دی او د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ تونده جګړه روانه ده.
د سيمې خلک وایي، وسله والو له تېرې شپې راهيسې ولسوالۍ ته تللې لارې ټولې تړلې دي او د ولسوالۍ دولتي کسان يې محاصره کړي دي.
خلک زياتوي، چې طالبانو نن سهار د تګاب بازار په بشپړ ډول ونيو او اوسمهال يې د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ جګړه پيل کړې ده، چې شايد ويې نيسي.
طالبانو پر تګاب ولسوالۍ دا بريدونه په داسې حال کې پيل کړي، چې له تېرو ۳ ورځو راهيسې يې د همدې ولايت د الاسای ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او نظامي بېس هم تر محاصرې او جګړې لاندې نيولي دي.



