پاکستان: دوه رېلګاډو د جنګېدو له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۵) الماس خدرخېل
د پاکستان په ملتان ايالت کې د دوه ريلګاډو د جنګېدو په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او د لومړنيو مالوماتو له مخې ۳۱ تنه پکې ټپيان دي.
ويل کېږي، چې په يو رېلګاډي کې د پېښور مسافر سواره و، چې کراچۍ ته روان و او بل رېلګاډی د مال نه بار و، د ملتان په سيمه کې دواړه رېلګاډي جنګېدلي دي.
پېښه د رېلګاډي د ډرېور د بېغورۍ له امله رامنځته شوې ده.
د رېلوې چارواکو ويلي، چې په پېښه کې د رېلګاډي د انجن په ګډون ډېره برخه زيانمنه شوې ده.
د رېلوی چارواکو د ميا محمد ارشد په مشرۍ يوه کمېټه جوړه کړې ده، چې د رېلګاډي د ټکر کېدو څېړنه وکړي.
سي ای او رېلوی والا ویلي دي، چې د وژل شوو کورنيو سره يې اته- اته لکه روپۍ او د زخميانو سره يو-يو لک روپۍ مرسته شوې ده.


