په سوریه کې معاصر هولي کاسټ

عزیر اسدخیل
دا چې په سوريه کې د جګړې د د واړو لوريو په استازیتوب، وحشي روسيې او غولوونکې امريکا يو داسې بې معنا اوربند د يوې اونۍ لپاره اعلان کړ، چې تر دې دمه نه پکې د بشارالاسد سفاک رژيم او نه هم روسيې له خپلو وحشیانه بمباريو لاس واخيست او نه يې د ملګرو ملتونو د مرستو ډکو لاريو ته حلب ښار ته د ننوتلو زمينه برابره کړه.
پر هوايې بمباریو سربیره د سوريې مظلوم ولس په کلابندۍ او لوږه کې ساتل اصلا په یوه وخت کې په دوه وسلو سره د سوريې مظلوم ولس او د بشريت وژنه یو معاصر هولي کاسټ ندی؟ د زاړه هولي کاسټونو څيړل ډیر مهم دي او که د روان هولي کاسټ درول؟!
نړۍ ولې چپ ناسته ده ؟! د بشري حقونو څخه درواغجنې دفاع کوونکې ادارې او د ملګرو ملتونو منشور په کومو سوړو کې ننوتی او پټ شوی دی؟! آیا روانه جګړه د کفري نړۍ او د هغوی د لاسپوڅو واکمنانو په لاس د مسلمانانو د نسل ختمونې هڅې ندې؟!!



