هلمند: په ګرشک کې طالبانو ۱۵ پوليس وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۶) الماس خدرخېل
ويل کېږي، چې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۵ افغان پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته د نوم نه ښودو په شرط ويلي دي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ د سربند په امنيتي پوسته وسله والو طالبانو بريد کړی.
دغه سرچينه وايي، په دې بريد کې ۱۳ تنه پوليس وژل شوي، ۲ تنه سخت ټپيان دي او درې نور هم وسلوالو طالبانو له ځان سره بېولي دي.
د ګرشک امنيه قومندان محمداسماعيل خپلواک د وسلوالو طالبانو بريد مني او وايي چې په ياد بريد کې د دوی ۴ تنه پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.
بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په ويلي دي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې د افغان امنيتي ځواکونو ۱۵ تنه پوليس وژلي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.



