په سعودي کې د برتانيا سفير د حج فريضه پر ځای کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۶) الماس خدرخېل
د برتانيا چاپ ګارډن ورځپاڼې ليکلي، چې سعودي عربستان کې د برتانيا سفير د اسلام له منلو ورسوته د حج فريضه پر ځای کړې.
ورځپاڼه ليکي، چې د سايمن کولېس يو انځور چې په کې نوموړی په احرام کې نغښتی ليدل کېږي پر ټوېټر خپور شوی.
د ګارډن ورځپاڼې په وينا، چې ښاغلي کوليس په ۲۰۱۱م کال کې په اسلامي ټولنه کې له ۳۰ کلنې هستوگنې وروسته او خپلې سوريايۍ توکمې مېرمنې سره (چې د حج په مراسمو کې ورسره وه) له وادې کولو لږ وړاندې، د اسلام دين ومانه.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو له خبرو ډه ډه کړې او دا يې يوه شخصي يا وگړنيزه چاره بللې ده.



