اچقون:ستونزې حل شوي او په دوو- درې ورځو کې به چمتو شوی سند لاسلیک شي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۶ عبدالهادي همت
دسولي دشوری مرستیال عبدالخبیراچقون ویلي دي
“زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت د سولې موافقتنامه به په راتلونکو دوو-درې ورځو کې لاسلیک شي.”
شا او خوا پنځه میاشتې وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي چې بلاخره دواړو لورو مرکچي پلاوو په یوه ۲۵ مادهییز پریکړهلیک موافقه وکړه.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې وه چې دغه توافقنامه له اختر وړاندې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني او د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لاسلیک شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې لاسلیک وځنډېد.
بلخوا د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ټولې هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې دوی د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې مخالفت کوي.د ښاغلي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي مرستیال انجینیر محمد خان ازادي راډیو ته وویل، که ستونزه نه وي موجوده له ځنډ پرته باید ژرد سولې موافقتنامه لاسلیک شي.



