دروژې مسایل (نولسمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
هغه شيان په کومو چې روژه فاسديږي او په کومو چې نه فاسديږي
مفسدات کومو خبرو ته وايي
پوښتنه : مفسدات کومو خبرو ته وايي؟
ځواب : مفسدات هغو خبرو ته وايي په کومو سره چې روژه ماتيږي، او مفسدات په دوه قسمه دي، يو هغه په کوم سره چې يواځې قضاء واجبيږي، دويم هغه په کوم سره چې قضاء او کفاره دواړه واجبيږي ([1]).
په رانجو يا دواء سره روژه ماتيږي او که نه
پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې د رانجو او دواء په استعمال سره روژه نه ماتيږي، سره له دې چې په سترګو کې د اچول شوې دواء او د رانجو رنګ او خوند په خوله او لياړو کې محسوسيږي، او د يوه ډاکټر وينا ده فقهاء کرامو ليکلي چې په غوږ کې د دواء او تيلو په اچولو سره روژه ماتيږي، سره له دې چې د غوږونو او د دماغو تر مينځ هيڅ لياره نشته، که چيرته واى نو دواء به دماغو ته رسيدلې واى او روژه به ماته شوې واى، د ذکر شوې پوښتې ځواب ضروري ده؟.
ځواب : د خولې، غوږ، پوزې، مقعد، فرج ، خيټې او کوپړۍ د لاندني زخم له ليارې د روژې فاسد کونکي شيان کوم چې معده يا دماغ ته ورسيږي نو روژه فاسديږي )وما وصل الی الجوف او الی الدماغ من المخارق الاصلية کالانف والاذن والدبر بان استعط او احتقن او اقطر فی اذنه فوصل الی الجوف او الی الدماغ فسد صومه( ([2]).
په سترګو کې د دوائي يا رانجو اچولو له امله روژه نه فاسديږي، ځکه چې د سترګو، دماغ او معده تر مينځ هيڅ لار نشته، او اوښکې کومې چې راووځي هغه د خولو په څير له مسامات څخه راووځي، په سترګو کې د دواء اچولو يا د رانجو لګولو رنګ او خوند چې په ستوني کې يا په لياړو کې محسوسيږي دا هم له مساماتو څخه راووځي، دا د روژې ماتونکي نه دي، لکه په سر باندې اچول شوي تيل چې جذب شي او دماغ ته ورسيږي نو روژه نه پرې ماتيږي، البته په غوږ کې اچول شوې دواء او تيل دماغ ته رسيږي او دماغ ته ګټه رسوي، لهذا روژه پرې ماتيږي )او اقطر فی اذنه دهنا اتفاقا او اقطر فی اذنه ماء فی الاصح لوصول المفطر دماغه بفعله فلا عبرة بصلاح البدن وعدمه( ([3]).
د دماغي قوت لپاره د هګۍ زيړ د غوږ له ليارې دماغ ته رسيدل يو ثابت امر دى او څو معتبرو خلکو هم په دې کې خبره کړې، ممکن ده چې په ډاکټري کې هم همداسې وي.
د لکهنو سند اخيستونکي حکيم ويد تحقيق دا ده چې په غوږ کې اچول شوې دواء دماغ ته رسيږي، او کله حلق (ستوني) ته هم رسيږي.
لنډه دا چې په غوږ کې اچول شوې دواء يا تيل براه راست يا بلا واسطه معده ته په رسيدو سره يې روژه فاسديږي ([4]).
په کومو مفسداتو سره چې يواځې قضاء واجبيږي هغه کوم دي
پوښتنه : په کومو مفسداتو سره چې يواځې قضاء واجبيږي هغه کوم کوم دي؟
ځواب : هغه په لاندې ډول دي.
(۱) که يو چا په زور د روژه دار په خوله کې يو شی ور واچاوه او هغه تر ستوني تير شو.
(۲) روژه يې په ياد وه خو په خوله يې اوبه رغړولې او بې له قصده يې اوبه تيرې شوې.
(۳) قی ورغی خو قصدا يې بيرته تير کړ.
(۴) قصدا په ډکه خوله قی کول.
(۵) شګه، تيږه، خستکه، خاوره، يا يې د کاعذ يوه ټوټه قصدا تيره کړه.
(۶) که يې په غاښونو کې خښه شوې ټوټه په ژبې سره را وويستله او هغه د نخود برابره وه يا ترينه غټه وه، که يې له خولې د باندې راوباسله او بيا يې قصدا تيره کړه، برابره ده که له نخود څخه غټه وي او که کمه، روژه پرې ماتيږي.
(۷) په غوږونو کې تيل اچول.
(۸) له غاښونو څخه د راتلونکې وينې بيرته تيرول، کله چې په لياړو وينه زياته وي.
(۹) په هيره خوراک کول، بيا داسې ګمان کول چې روژه مې ماته شوه او بيا قصدا نور خوراک څښاک کول.
(۱۰) په دې ګمان چې لا تر اوسه خو صبح صادق نه دی پيشمنی خوړل، خو وروسته معلومه شوه چې صبح صادق راختلی.
(۱۱) له رمضان پرته په نورو ورځو کې روژه نيول او بيا يې قصدا خوړل.
(۱۲) د ګرد او غبار له امله داسې ګمان کول چې لمر لويدلی او روژه ماتول، سره له دې چې ورځ لا پاتې وي.
په دغو ټولو صورتونو کې يواځې د هغو روژو قضاء راوړل کيږي په کومو کې چې دا خبرې مخته راشي ([5]).
د قي کولو د (۱۲) صورتونو تفصيل
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي : کوم کس چې بې اختياره قی وکړي نو په هغه باندې قضاء نشته، او څوک چې قصداً قی وکړي نو هغه دې قضائي راوړي ([6]).
په دې باندې د څلورو واړو امامانو اتفاق دی چې که چيرته يو څوک قصداً نه بلکې بې اختياره قی وکړي نو دا مفسد صوم نه دی، او که چيرته قصداً قی وکړي نو په دې سره روژه فاسديږي ([7]).
البته د حنفيانو په نزد په دې کې څه قدرې تفصيل شته دی، ټول (۱۲) صورتونه جوړيږي، هغه دا چې قی خود بخود راشي يا دا چې قصداً وکړی شي، بيا وروسته په همدې دواړو صورتونو کې يا به په ډکه خوله وي يا به نه وي، بيا په همدغو څلورو صورتونو کې يا به خارج شوی وي يا به خود بخود بيرته واپس تير شوی وي، يا به يې واپس بيرته تير کړی وي :
(۱) قی په خپله راشي، په ډکه خوله وي او خارج شي، په دې صورت کې روژه نه فاسديږي، لقوله صلی الله علیه وسلم من ذرعه القی ء وهو صائم فليس عليه قضاء، لأن الصوم لم يفسد.
(۲) قی په خپله راشي، په ډکه خوله وي او واپس شي، په دې صورت کې د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد روژه فاسديږي )لانه خارج شرعاً حتی نقضت به الطهارة وقد دخل( او د امام محمد رحمه الله په نزد روژه نه فاسديږي )لانه لم توجد صورة الافطار وهو الابتلاع ولا معناه اذا لايتغذی به(.
(۳) قی په خپله راشي، په ډکه خوله وي او واپس کړی شي، په دې صورت کې بالاتفاق روژه فاسديږي فاما عند ابی يوسف رحمه الله فللدخول بعد تحقق الخروج شرعاً واما عند محمد فللصنع.
(۴) قی په خپله راشي، له ډکې خولې کم وي او خارج شي، په دې صورت کې بالاتفاق روژه نه فاسديږي، لقوله علیه السلام من ذرعه القی ء وهو صائم فليس عليه القضاء؛ لان الصوم لم يفسد.
(۵) قی په خپله راشي، له ډکې خولې کم وي او واپس شي، دا صورت هم بالاتفاق مفسد صوم نه دی، للحديث السابق.
(۶) قی په خپله راشي، له ډکې خولې کم وي او واپس کړی شي، دا صورت د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد مفسد صوم نه دی، لعدم الخروج شرعاً، او د امام محمد رحمه الله په نزد دا صورت مفسد صوم دی، لوجود الصنع.
(۷) قصداً قی وکړي شي، په ډکه خوله او خارج شي.
(۸) قصداً قی وکړي، په ډکه خوله او واپس شي.
(۹) قصداً قی وکړی شي، په ډکه خوله او واپس کړی شي.
په همدغو دريواړو صورتونو کې بالاتفاق روژه فاسديږي، لقوله صلی الله علیه وسلم من استقاء عمداً فليقض.
(۱۰) قصدا قی وکړی شي، له ډکې خولې کم وي او خارج شي.
(۱۱) قصداً قی وکړی شي، له ډکې خولې کم وي او واپس شي.
(۱۲) قصداً قی وکړی شي، له ډکې خولې کم وي او واپس کړی شي، په دې دريواړو صورتونو کې هم د امام محمد رحمه الله په نزد روژه فاسديږي، لاطلاق الحديث.
د امام ابويوسف رحمه الله په نزد په لومړنيو دوو صورتونو کې روژه نه فاسديږي، لعدم تحقق الخروج شرعاً، البته په اخيرني صورت کې له امام ابو يوسف رحمه الله څخه دوه روايتونه نقل شوي : يو دا چې په همدې صورت کې هم روژه نه فاسديږي، لعدم الخروج شرعاً، او دويم روايت دا ده چې روژه فاسديږي، لکثرة الصنع ([8]).
هغه شيان په کومو سره چې روژه نه فاسديږي
که چيرته د يوه کس روژې ته پام نه وه او له همدې امله يې يو څه خوراک څښاک وکړ نو روژه نه فاسديږي، برابره ده که فرضي روژه وي او که نفلي وي.
يوه کس په هيره جماع پيل کړه، وروسته سمدستي ور په ياد شول چې روژه دار دی، نو که چيرته يې له ور په ياد کيدو سمدستي وروسته خپل مخصوص اندام له شرمګاه څخه د باندې را وويست نو روژه نه ماتيږي او که چيرته يې را ونه ويست ماتيږي، په همدې صورت کې د همدغې روژې قضائي راوړل لارميږي، کفاره ضروري نه ده، خو يو شمير حضراتو ويلي چې د کفارې نه لازميدل له هغه صورت سره متعلق دي کله چې خپل بدن ته حرکت ورنکړي، يعنې له ور په ياد کيدو ورسته ديکه ورنکړي، په کوم سره چې انزال وشي، ځکه که چيرته ديکه ورکړي نو کفاره لازميږي، لکه څرنګه چې يو کس ته له ور په ياد کيدو وروسته مخصوص اندام را وباسي او بيرته يې داخل کړي نو په هغه باندې کفاره لازمه ده، که چيرته يو کس له طلوع فجر دمخه قصداً د جماع په کولو بوخت وي او په همدغه وخت کې فجر طلوع وکړي نو هغه ته سمدستي جلاوالی ضروري ده، او که چيرته نه يوازې دا چې جلا نشو بلکې بدن ته يې حرکت هم ورکړ نو په دې صورت کې کفاره لازمه ده، هو ! بدن ته يې حرکت ورنکړ او جلا هم نشو نو يوازې روژه فاسديږي، که چيرته يو کس د طلوع فجر د ويرې له امله له جماع څخه جلا شي او بيا له طلوع فجر وروسته له جماع څخه د جلا کيدو په صورت کې انزال وشي نو په دې سره په روژه باندې اثر نه پريوځي.
که چيرته يو کس په هيره خوراک څښاک کوي نو بل کس ته پکار دي چې ور په ياد يې کړي، ځکه چې په همداسې صورت کې نه ور په ياد کول مکروه دي، په دې شرط که په همغه کس کې د روژې نيولو طاقت وه او هغه پرته له کوم مشقت تر ماښامه پورې د خپلې روژې د پوره کولو طاقت درلود، او که چيرته کوم کس هغه ته ور په ياد کړل او بيا هم هغه ته ور په ياد نشول نو په دې صورت کې په هغه باندې قضاء لازمه ده، او که چيرته په همدغه کس کې د روژې نيولو طاقت نه وه، نو هغه ته يې نه ور په ياد کول بهتر دي.
د ښځې د شرمګاه لوري ته د نظر کولو له امله د انزال کيدو په صورت کې روژه نه ماتيږي، په دې باره کې د علماؤ اختلافي اقوال دي چې له ځناور سره د بد کاري په کولو سره د انزال په صورت کې روژه ماتيږي او که نه؟ د يو شمير حضراتو په نزد روژه ماتيږي، او يو شمير نور حضرات وايي چې روژه نه ماتيږي، هو ! که چيرته انزال نه وي شوی نو په متفقه ډول مسئله دا ده چې يوازې د بد فعلي کولو له امله روژه نه ماتيږي.
د جلق په ذريعه د انزال کيدو په صورت کې روژه ماتيږي او قضاء لازميږي، کفاره ضروري نه ده، په دې باره کې په دې خبره ځان پوهول ضروري دي چې همدغه قبيح عمل (جلق) له رمضان پرته هم حلال نه دی، کله چې په دې سره قضاء شهوت مقصود وي، هو ! که چيرته تسکين شهوت مقصود وي نو بيا اميد شته چې په دې صورت کې په هغه باندې کوم وبال نه وي، يعنې که کوم کس يوازې د لذت حاصلولو لپاره په همدغه فعل کې مبتلاء وي نو د هغه لپاره قطعاً حلال نه دي، او که چيرته د اضطراب او نا قراري حالت داسې وه چې د منيو د نه خارجيدو په صورت کې په زنا کې د اخته کيدو ويره وه او هغه جلق وکړي بيا اميد شته چې ګنهګار به نه وي، خو په دې باندې مداومت (هميشه والی) د ګناه باعث دی.
د کومې ښځې په تصور کولو سره که انزال وشي روژه نه ماتيږي، همدارنګه د دوو ښځو په خپل مينځ کې د بد فعلي کولو له امله روژه نه ماتيږي، په دې شرط چې انزال نه وي شوی او که چيرته انزال وشي نو روژه ماتيږي او قضاء لازميږي.
د تيلو په لګولو روژه نه ماتيږي، ځکه چې د مساماتو په ذريعه د کوم شي بدن ته داخليدل له روژې سره منافي نه دي، دا داسې ده لکه يو څوک چې ولامبي او يخوالی د هغه جګر ته ورسيږي.
همدارنګه د رانجو په لګولو سره هم روژه نه ماتيږي، ولو که د هغو خوند په ستوني کې محسوس کړی شي يا يې رنګ په لياړو کې ښکاره شي، ځکه چې د سترګو او دماغ تر مينځ هيڅ لياره نشته، او داسې ويل کيدلای شي چې کوم شی د مسامات په ذريعه بدن ته داخل شي هغه له روژې سره منافي نه ده، بل دا چې د رانجو په باره کې د حضرت عائشة J دا روايت منقول دی چې رسول الله G د روژې په حالت کې رانجه لګولي وه، همدارنګه که چيرته په سترګو کې دواء يا شيدې يا تيل واچول شي او د هغو خوند يا د هغو تريخوالی په ستوني کې محسوس کړی شي نو روژه نه ماتيږي.
او که چيرته يو کس کوم شی يعنې ډوډۍ يا بل کوم شی تير کړي په داسې حال کې چې هغه په تار سره تړل شوی وي او تار د هغه په لاس کې وي نو روژه نه ماتيږي، تر څو چې هغه له تار سره ټول خيټې ته ولاړ نشي، او که چيرته له تار سره ښکته (خيټې) ته ولاړ شي نو روژه ماتيږي.
او که چيرته يو کس په خپل ستوني کې لرګی يا د همدې په څير بل شی داخل کړي او د هغه دويم سر د هغه په لاس کې وي نو روژه نه ماتيږي، همدارنګه که چيرته يو کس خپلې ګوتې په مقعد کې داخلې کړي يا کومه ښځه خپلې ګوتې په خپله شرمګاه کې داخلې کړې نو روژه نه ماتيږي، هو ! که چيرته ګوتې په تيلو يا اوبو سره لمدې شوې وي نو بيا روژه ماتيږي، په غيبت سره روژه نه فاسديږي، البته د روژې ثواب له منځه ځي، محض د افطار په نيت کولو سره تر څو يې چې څه خوړلي يا څښلي نه وي په روژه باندې يې کوم اثر نه پريوځي.
او که چيرته د کوم کس په ستوني کې بې له قصده او اختياره دود ولاړ شي نو روژه نه فاسديږي، ځکه چې له دې څخه ځان ساتنه قطعاً ناممکن دي، که چيرته يو کس د احتياط له مخې خوله بنده هم کړي نو دود د پوزې له ليارې داخليږي، لهذا دا د هغه لوندوالي په څير ده کوم چې د خولې له پريمنځلو وروسته باقي پاتې شي په کوم سره چې په روژه باندې هيڅ اثر نه پريوځي، هو ! که چيرته يو کس قصداً دود خپل ستوني ته داخل کړي او داخليدل که په هر صورت سره وي نو د هغه روژه ماتيږي، برابره ده که دود د عنبر وي که د آګربتۍ وي يا له دې پرته د بل شي وي، لهذا که چيرته يو کس خوشبويي لرونکی شی ولګوي (بل يې کړي) او د هغه دود خپل طرفته کړي او د هغه د بويولو با وجود هغه ته ور په ياد وي چې روژه يې ده نو د هغه روژه فاسديږي، ځکه چې له دې څخه د ځان ساتل ممکن دي، له دې مسئلې څخه زياتره خلک غافل دي، په دې باره کې احتياط په نظر کې نيول پکار دي.
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٧٠.
([2]) بدائع الصنائع، ج : ٢، ص : ٩٣، کتاب الصوم، فصل رکنه الخ.
([3]) مراقي الفلاح، ص : ١٣٣، باب ما يفسد الصوم ويؤجب القضاء.
([4]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٤٦، بحواله : مراقي الفلاح، ص : ١٣٣، باب ما يفسد الصوم ويؤجب القضاء، بدائع الصنائع، ج : ٢، ص : ٩٣، کتاب الصوم، فصل رکنه الخ.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٧٠ – ٧١.
([6]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۰۰۷.
([7]) معارف السنن، ج : ۵، ص : ۳۸۶.
([8]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۵۹ – ۲۶۰.



