کابلوف: «داعش ډله په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو پر خلاف د جګړې پلان نه لري»

کابل ټکی کام ۲۷وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر، کابلوف وايي، داعش ډله په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو پر خلاف، له خپلو سرچینو او قوت څخه کار نه اخلي.
«که څه هم داعش ډله د طالبانو په پرتله کم وسله وال لري، خو دوی خپل زور او کسان د افغان او امریکايي ځواکونو پر خلاف په جګړه کې نه کاروي او نه داسې پلان لري، چې امریکایي او افغان ځواکونه دې وځپي.».
د نوموړي په وینا داعش ډله غواړي چې له افغانستان څخه نورو سیمه ییزو هېوادونو ته لاره هواره کړي.
وړاندې هم د ننګرهار یو شمېر قومي مشران، د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته ورغلي وو او شکایت یې کړی وو، کله چې طالبان پر داعش ډله جګړه پیل کړي، امریکايي الوتکې پر داعش نه، بلکې پر طالبانو بمبار کوي او افغان ځواکونه هم لاندې پر ځمکه طالبانو ته سنګر نیسي.
د یادولو ده، دا مهال داعش ډله په افغانستان کې تر ډېره حده کمزورې شوې ده او ورځ تر بلې یې کسان حکومت ته تسلیمیږي.



