له جګړې څخه تښتېدلی امریکايي عسکر بو برګډال لپاره یوې امریکایي پوځي کمېټې د نه بند غوښتنه کړې ده

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
بو برګډال چې د طالبانو لخوا په یوه جګړه کې نیول شوی وو، وروسته بیا د ۵ تنو لوړ رتبه طالب مشرانو سره تبادله کړی شو، چې په اړه یې د یوې امریکایي پوځي کمېټې لخوا سپارښتنه شوې ده چې د تېښتې په تور باید زنداني نه کړی شي.

امریکايي عسکر بو برګډال د طالبانو په یوه ویډیو کې
امریکايي عسکر بو برګډال د طالبانو په یوه ویډیو کې

د بوبرګډال مدافع وکیل ویلي دي چې د امریکا د پوځ یوې کمېټې سپارښتنه کړې ده چې نوموړي ته دې د تېښتې په تور د بند سزا نه ورکول کیږي.
یو امریکایي پوځي افسر چې د برګډال قضیه څیړي، سپارښتنه کړې ده چې نوموړی دې د پوځ په یوه ټيټه کچه محکمه کې محاکمه کړل شي.
پر بو برګډال د لګول شوي تور سزا عمري بند دی.
خو د ده مدافع وکیل ایوجین فیلډ وایي چې کېدای شي دی په یوه پوځي ټيټه رتبه لرونکې محکمه کې محاکمه کړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button