په ميدان وردګ کې ۱۰ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۹) الماس خدرخېل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يو رالېږل شوي خبر کې ويلي، چې تېره ورځ سهار مهال يې د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ته څېرمه د خوات درې په مدو، باباکلا، کوډي، جورې او عليشا سيمو کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي.
دوی زياتوي، چې په جګړه کې يې افغان امنيتي ځواکونو ته درانه تلفات ور اړولي دي.
طالبان وايي، چې د امنيتي ځواکونو ۳ ټانګونه يې د کوډي او بابا کلا سيمو کې په يو بريد کې ويجاړ کړي دي.
په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې طالب وسلوالو ۲ رنجر موټر هم ويجاړ کړي، چې يو يې د دهشکې په وسيله ويشتی او بل يې د ماين په واسطه انفجار کړی دی.
طالبانو ادعا کړې، چې په دې جګړه کې يې ۶ تنه عسکر وژلي او ۴ نور يې مرګوني ټپيان کړي هم دي.
طالبانو منلې، چې په نښته کې ددوی يو ملګری هم وژل شوی دی.
تر دې دمه چارواکو د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.



