د ایمان مسایل (نولسمه مسایل)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د قيامت بيان
د قيامت ورځ کومې ورځې ته ويل کيږي
پوښتنه : د قيامت ورځ کومې ورځې ته ويل کيږي؟
ځواب : د قيامت ورځ هغې ورځې ته ويل کيږي چې په هغه کې به ټول انسانان او حيوانان مړه کيږي او ټوله دنيا (نړۍ) به له منځه ځي، غرونه به د پمبه ؤ په څير په هوا کې الوځي، ستوري به ټوټه ټوټه شي، د لاندې به راولويږي، لنډه دا چې هر شی به ټوټه ټوټه او له منځه به ولاړ شي ([1]).
ټول انسانان او ساه لرونکي به څرنګه مري
پوښتنه : ټول انسانان او ساه لرونکي به څرنګه مري؟
ځواب : حضرت اسرافيل علیه السلام به شپيلۍ پوه کړي، د شپيلۍ آواز به دومره ويرونکی او زړه ايستونکی وي چې له ويرې به يې ټول مړه شي او هر شی به ټوټه ټوټه او له منځه به ولاړ شي ([2]).
قيامت به کله راځي
پوښتنه : قيامت به کله راځي؟
ځواب : قيامت راتلونکی دی، البته د هغه صحي وخت له خدای تعالی پرته چا ته نه دی معلوم، البته دومره څرګنده ده چې د جمعې په ورځ او د محرم په لسمه نيټه به وي او د مونږ پيغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د قيامت ځينې نښانې ښودلې دي، هغو ته چې وکتل شي نو داسې ښکاري چې قيامت نږدې راتلونکی دی ([3]).
په دې کې هيڅ شک نشته چې موجوده نړۍ يوه حادثه او پيداشوې نړۍ ده، چې د کائناتو خالق هغه د خپل ربوبيت او خدائي د اظهار او څرګندولو لپاره پيدا کړه، او داسې ورځ راتلونکې ده چې دا ټول علوي او سفلوي عالم به له منځه ځي، الله تعالى به نړۍ وال (مخلوق ) د حساب، کتاب ، جزاء او سزا لپاره خپل ځانته جلب او جمع کوي او هر کس ته به د ښه او بد عمل له مخې بدله ورکوي، چې هغې ورځې ته د جزاء يا په اصطلاح د قيامت ورځ ويل کيږي، البته د هغې ورځې د راتګ او واقع کيدو علم پرته له الله تعالى جل جلاله څخه بل چا ته نشته، لکه چې نبي کريمصلی الله علیه وسلم په مشهور حديث کې چې د حديث جبرائيل په نامه ياديږي د لا علمي اظهار کړى، اما د قيامت نښې او علائم يې خلکو او نړۍ والو ته بيان کړي چې په لاندې ډول يې وړاندې کوو.
د قيامت نښانې کومې دي
پوښتنه : د قيامت نښانې کومې دي؟
ځواب : رسول اللهصلی الله علیه وسلم د قيامت لپاره دغه نښې نښانې ښودلې دي.
(۱) کله چې په دنيا کې ګناهونه زيات شي.
(۲) خلک له خپل مور پلار څخه سر غړونه او پر هغوی زور زياتی شروع کړي.
(۳) په امانت کې به خيانت کيږي.
(۴) سندرې او سرودونه به زيات شي.
(۵) وروستني خلک به تير شوي بزرګان بد ګڼي.
(۶) بې علمه او کم عمله خلک به مشران جوړ شي.
(۷) شپانه او د ټيتې درجې خلک به د لوړو لوړو ودانيو خاوندان او استوګن شي.
(۸) نا اهله خلکو ته چې کوم وخت لوی لوی چوکۍ په لاس ورشي، نو پوه شه چې قيامت نږدې راتلونکی دی ([4]).
د قيامت د علايمو (نښو) ډولونه
د قيامت نښې په دوه ډوله دي: لومړي صغرى يا وړې نښې، دويم کبرى يا غټې نښې .
د قيامت وړې علامې (نښانې)
د قيامت وړې نښـې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه پيل شوې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتلو سره يو ډول کمال ورته حاصل شو، چې د انبياؤ او پيغمبرانو بعثت او د آسماني وحې نزول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذات مبارک سره پاى ته ورسيد، او له دې فاني دنيا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رحلت سره آسماني وحې او د پيغمبر بعثت منقطع شو، او الله تعالى جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خاتم النبين وګرځاوه.
څرنګه چې تکميل د نزول نښه دی، لکه ونه چې نشو او نماء کوي، تر دې چې لوړه او کامله شي، اما له اکمال وروسته څانګې او شاخونه يې مخ په وچيدو په نابودي تنزل کوي، او له همدې امله جناب حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته آخر الزمان نبي ويل کيږي، وړې نښې يا علامې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه د امام مهدي تر ظهور پورې دي، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلې :
وعن ابي هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا اتخذ لفيئ دولا ولامانة مغتنما ولزکوة مغرما وتعلم بغيرالدين و اطاع الرجل امرئته و عق امه و ادنى صديقه واقطى اباه و ظهرت الاصوات في المساجد وساد القبيلة فاسقهم وکان زعيم القوم ارزلهم واکرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف شره وظهرة القينات والمعازف وشربت الخمر ولعن آخر هذه الامة اولها فارتقبوا عند ذلک ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع کنظام قطع سلکه فتتابع( ([5]).
ژباړه : له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت شوى چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي: هر کله چې د فئ (غنيمت) مال (کوم چې د مساکينو او ملت حق دى ) خلک خپل مال او دولت وګڼي، زکوة ورکول تاوان او نقصان وګڼي، علم د دنيا لپاره زده کوي نه د دين لپاره، سړى د خپلې ښځې تابعداري وکړي او د خپلې مور نافرماني وکړي، ملګري ته به نزدې کيږي او له پلار څخه به ليرې کيږي، په جوماتونو کې د خلکو لخوا دنيوي خبرې ښکاره شي، د قوم سرداري د هغوی د فاسقانو په غاړه وي، او د قوم مشر د دوی تر ټولو ناوړه او ناکاره سړی وي، د سړي قدر به د هغه له شرڅخه د ځان ژغورلو په موخه کيږي، رقاصي، ساز او سرود به څرګند او زيات شي، شراب به په ښکاره څښکل کيږي، آخيري وروستني د دې امت به په ړومبنيو باندې لعنت ويل پيل کړي، په دې وخت کې د يو ګرم باد انتظار وکړی او همدا شان د زلزلې، خسف (په زمکه کې لاندې تلل ) او مسخه (د څيرې او شکل تغير کيدل) او قذف (د کاڼو او ډبرو باران) او همدا شان د نورو ډيرو علامو چې يو په بل پسې به د غاړې د اميل د شکيدلو دانو په څير توئيږي.
د قيامت د قرب پنځه علامې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلې او بيان کړې د قيامت وړې علامې يا نښې ورته ويل کيږي، چې په ځينې روايتونو کې نورې نښانې هم بيان شوې دي، البته په ډاګه ويلای شو چې د قيامت دا ټولې نښـې او علامې څرګندې شوې دي او د دې وخت را رسيدلى دى چې د قيامت د غټو علامو انتظار و باسو، چې د دې روايت په آخير کې هم د هغو يو شمير ته اشاره شوې.
د سپوږمۍ دوه ټوټې کيدل
الله تعالی په خپل مقدس کتاب قران مجيد کې فرمايي ) اِقۡتَرَبَتِ السَّاعَۃُ وَ انۡشَقَّ الۡقَمَرُ ﴿۱﴾ وَاِنۡ یَّرَوۡا اٰیَۃً یُّعۡرِضُوۡا وَ یَقُوۡلُوۡا سِحۡرٌ مُّسۡتَمِرٌّ ﴿۲﴾ ( ([6] ).
ژباړه : را نږدې شو قيامت او څيرې دوه ټوټې شوه سپوږمۍ او که وويني دغه (کفار د قريشو) کوم دليل د (قدرت) نو پر څنګ به شي دوی (مخ به واړوي) ترې او وايي به دوی (دغه) سحر کوډې دي قوي چې له پخوا را هسې راځي.
حافظ ابن کثير رحمه الله د دغه آيت کريمه په تفسير کې ويلي چې د (انشقاق قمر) دا واقعه د نبي کريم رحمه الله په ژوند مبارک کې مخته راغلې وه، کومه چې په صحيح سند سره ثابته او په متواتر حديث کې د هغې ذکر موجود دی، د امت د علماؤ په دې خبره باندې اتفاق دی چې دا واقعه د نبي کريم رحمه الله په ژوند مبارک کې مخته راغلې وه او دا د نبي کريم رحمه الله له معجزو څخه يوه حيرانونکې معجزه ده ([7] ).
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه بيان کوي : چې د مکې خلکو له نبي کريم رحمه الله څخه وغوښتل چې هغه رحمه الله ورته کومه نښانه ور ښکاره کړي نو نبي کريم رحمه الله ورته سپوږمۍ په دوو ټوټو کيدلو سره وروښودله ([8] ).
حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي : يو ځل مونږ په منا کې له نبي کريم رحمه الله سره وو چې يو ناڅاپه سپوږمۍ وچاودله او په دوو ټوټو کې سره وويشل شوه، يوه ټوټه يې د غره شاته او بله يې مخته وغورځيدله، رسول الله رحمه الله مونږ ته وفرمايل : ګواه اوسئ ([9]).
د صحابه کرامو رضی الله عنهم له دنيا څخه تلل
د نبي کريم رحمه الله له ذات ګرامي وروسته صحابه کرام رضی الله عنهم د دغه امت افضل ترين خلک دي، د حضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه حديث دی چې نبي کريم رحمه الله وفرمايل : د آسمان ستوري د آسمان لپاره د امن او سلامتي ضمانت دی، کله چې ستوري ختم شي نو هغه قيامت به راځي د کوم چې وعده شوې او زه د صحابه کرامو رضی الله عنهم لپاره امن او سلامتي يم، کله چې زه لاړ شم نو په صحابه ؤ رضی الله عنهم باندې به هغه حالت راځي د کوم چې وعده شوې او زما صحابه د امت لپاره د امن او سلامتي ضامن دي، کله چې صحابه کرام رضی الله عنهم لاړ شي نو په امت کې به هغه اختلاف او انتشار مخته راشي د کوم چې له هغوی سره وعده شوې ده ([10] ).
له دې حديث څخه معلومه شوه چې نبي کريم رحمه الله د صحابه کرامو رضی الله عنهم له دنيا څخه تلل د قيامت له دوو نښانو سره يو ځای کړل او وې فرمايل : يو د نبي کريم رحمه الله وفات او دويم د ستوريو ختميدل او د شهابونو غورځيدل.
له احاديثو څخه دا هم ثابته ده چې له دنيا څخه به نيک خلک يو يو ځي او بالاخر به په بدترينو خلکو باندې قيامت قايميږي.
د بيت المقدس فتح
کله چې د نبي کريم رحمه الله بعثت وشو نو په دې وخت کې په بيت المقدس باندې د سلطنت روم د عيسايانو قبضه وه، سلطنت روم په دې وخت کې ډير طاقتور او با اختياره حکومت ؤ، په هماغو حالاتو کې نبي کريم رحمه الله د مسلمانانو په لاس د بيت المقدس د فتح خوشخبري واوروله او هغه يې د قيامت په نښانو کې شمار کړه، لکه څرنګه چې د عوف بن مالک رضی الله عنه په حديث کې راغلي چې نبي کريم رحمه الله وفرمايل : شپږ نښانې له قيامت څخه د مخه شمار کړی او په هغوی کې يوه نښانه حضور رحمه الله د بيت المقدس فتح بيان کړه ([11] ).
بيت المقدس د سيدنا حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په عهد خلافت کې په سنه (۱۶ هجري مطابق/ ۶۳۷ عيسوي) کې فتح شو، هغه بيت المقدس له کفر څخه پاک کړ او په هغه کې يې يو مسجد جوړ کړ.
بيت المقدس دوه ځلې فتح شوی، يو ځل د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په عهد خلافت کې او دويم ځل د سلطان صلاح الدين ايوبي د حکومت په سنه (۵۸۳ هجري مطابق/ ۱۱۷۸ عيسوي) دور کې او يو ځل به بيا د الله تعالی جل جلاله په حکم سره د يوه مسلمان ټولي په لاسونو فتح کيږي، حتی چې ونې او بوټي به هم خبرې کوي او وايي به اې مسلمانه ! اې د الله بنده ! دغه يو يهودي زما تر شا پټ شوی، راشه دغه زر قتل کړه ([12] ).
([1]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([2]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([3]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([4]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٩.
([5]) رواه الترمذي، مشکوة، باب ا شراط الساعة.
([7]) تفسير ابت کثير، القمر، ۱: ۲.
([8]) صحيح البخاری، المناقب، حديث : ۳۶۳۷، وصحيح مسلم، صفات المنافقين، حديث : ۲۸۰۲.
([9]) صحيح البخاري، المناقب، حديث : ۳۶۳۶، وصحيح مسلم، صفات المنافقين، حديث : ۲۸۰۰.
([10]) صحيح مسلم، فضائل الصحابه، حديث : ۲۵۳۱.
([11]) صحيح البخاری، الجزية والموادعة، حديث ۳۱۷۶.
([12]) صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۲۱.



