طالبانو په کندهار کې يوه قرارګاه نیولې او لسګونه عسکر یې وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳۰) الماس خدرخېل

په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې بېګا ماسختن يې د کندهار ولايت شورابک ولسوالۍ د سروچاهانو په سيمه کې د دولتي عسکرو په قرارګاه او امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

په خبر کې ويل شوي، چې د دوی وسلوالو د ليزري ټوپکو او درنې وسلې نه په استفادې سره د شپې تر ۱۲ بجو پورې د امنيتي ځواکونو قرارګاه او دوه پوستې ونيولې.

نوموړي ويلي، چې په ياده جګړه کې يې د يو قومندان په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه عسکر وژلي، چې جسدونه يې د جګړې په ډګر پراته دي.

قاري يوسف احمدي وايي، چې په جګړه کې يې د امنيتي ځواکونو څخه په زياته اندازه سپکه او درنه وسله په غنيمت هم نيولې ده.

د شورابک د جګړې په اړه تر اوسه ځايي او دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button