دملي اردو زلمیان چا او د څه هدف لپاره ووژل ؟؟؟

ابوبلال انوري ـــــــ

که په رښتیا سترګې پټې نه کړو اوپه هغه زمیني حقائقو چې دلته شتون لري قانع شو او ملت او ټولنې ته او همدا راز نړۍ والو ته په سترګو کې شګې ونه شیندو؛ نو شايد داخبره مو دماغ تسلیم کړي، چې داځمکه او داهیواد اشغال دی، ملت مو دکفري اودهغوی د صلیبي اتحادیانو له لورې یرغمال دی، دین او نوامیسو ته مو سپکاوی بغیر له کوم ډار او تشریح ښه په زغرده روان دی، نه پکې کومه توجیه ته اړتیا شته او نه هم دخدای او دې مسلمان افغان ملت پر وړاندې دکوم عذر او بانو ګنجائیش لیدل کیږي.

دطورخم مسئله به مو یاده وي هلته دچمن او کندهار اوهمدا راز دهیواد په نورو سرحداتو او دروازو شخړه نږدې دا دوه درې میاشتې دمخه زمونږ او ستاسو دسترګو وړاندې تیره شوه، بس یوه کیسه وه خلاصه شوه، مګر دعقل خاوندانو ترې ډیر څه زده کړل او دهیواد اصیل بچیان يې هم وپیژندل او دافغان په نوم پردي غلامام اومزدوران او دیهودانو او پنجابیانو جاسوسان هم څرګند شول، مګر هغه متل دی چې … اصیل ته اشاره او کم عقل ته کو….

څو میاشتې دمخه هم داشغالګرو له خوا په افغان ملي اردو په میدان وردګ او لوګر کې بمبار وشو، په ودونو، جنازو او عام المنفعه ځایونو خو دومره پیښې وشوې، چې شمار نه لري، مګر آخر داسلسله به ترکومه روانه وي، چې دافغان ملي اردو ترنوم لاندې زلمیان به داشغالګرو ساتنه او دفاع کوي اوهغوی پرې بمباري کوي آخر دغلامۍ او جاسوسۍ خو هم یو حد وي.

اوس دغه ځواکونه چې دامریکایانو له خوا په برید کې ووژل شوه دا په جومه کهاته کې واچوو، ددوی قربانۍ د چا لپاره واچوو او که شهیدان یې بولۍ، بیا خو ددوی له لاسه هرهغه مسلمان او افغان چې په هر ډول ووژل شي شهید وبلل شي، هغه که دهر رنګ ونسل سره تړاؤ لري.

بله داچې دهېواد تش په نوم اولس مشر چې دامریکا په همجنس بازانو برید غندي او په هندوستان کې په هندوانو برید غندي مګر اوس به وګورو، چې دخپلو فوځي ځواکونو په اړه کوم دریځ غوره کوي، اوس به معلومه شي چې دوی څومره دخپلواکۍ احساس لري، څومره دملت او ملي اردو ځواکونه دوی ته محبوب دي او څومره امریکایي همجنس بازان او هندوان ؟؟؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button