یکشنبه, مارچ 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ايا امريکا خپل حيثيت له لاسه ورکړی او که ستراتيژي يې بدله کړې؟

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 11, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
82
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

د ګردي کڅ نزاکت خان

 ليکوال: دکتور فيصل القاسم

ژباړن: احمدالله احمدزی

 ځينې خلک فکر کوي، چې امريکا خپل ځواک او حيثيت له لاسه ورکړی، په تېره د سوريې له ولسي پاڅون راهيسې، چې امريکا څه کړي او کوم زيانونه يې، چې وليدل، دې ټولو کړنو د امريکا حيثيت له خاورو سره خاورې کړ، مګر دا رايه ډېر کمزورې په دې ده، چې دا خلک د امريکا ټول واک او ځواک د سوريې له قضيې ارزوي او له همدې امله په خپلو تحليلونو کې وايي، چې سوريه کې د روسيې له مداخلې سره د «انکل سام» متحده ايالتونو غاښونه ووتل. دا خلک څومره ساده ګان او ناپوهان دي، چې منځني ختيځ په ځانګړې توګه سوريه کې د بارک اوباما سياست سوړ، بې پرواه، کاواکه او لار ورکی بولي. دا خلک نه پوهيږي، چې سياست کې بې پرواهي، لاروکي او سوړوالی نه شته، بلکې دغه ډول کړنې په خپله د سياست مهم عنصر دی. د ډېرو کارپوهانو ستونزه دا ده، چې د امريکايي چارواکو څرګندونې نه څاري او نه هم د امريکايي ولسمشر بارک اوباما او سپينې ماڼۍ ستراتيژيک فعاليتونو څاري. کله چې خبره د امريکا د ستراتيژيکو موخو او بهرني سياست پورې تړلي وي، نو امريکايان په ډېره سپين سترګۍ خپله خبره کوي او دغسې وخت کې بيا په کنايو او اشارو خبرې نه کوي او خپل ستراتيژيک پروګرامونه د رسينو له لارې خپل ولس او نړيوالو ته رسوي، مګر د عربانو لويه ستونزه دا ده، چې دوی نه څه لولي او نه هم د خپل دښمن کړنې څاري، مګر يوازې هغه مهال په خپل ځان پوهيږي، چې تبر يې په سر کې خښ شي، بيا افسوس کوي. د اوباما ادارې څو څو ځله د خپل سياست او ستراتيژي په اړه رسنيو ته خبرې کړي، نه يوازې د خپل دوهم ځل واک کې، بلکې په خپله لومړنۍ ولسمشرۍ دوره کې يې د پخواني ولسمشر جورج بوش له سياسته د نوي او خلاف سياست اعلان کړی دی. رښتيا خبره دا ده، چې اوباما د خپل پخواني سيال ضد سياست پيل کړی؛ ځکه چې اوباما وايي، د بوش سياست امريکا ته ډېر زيات سياسي، اقتصادي او نظامي مشکلات پېښ کړي دي. امريکايي ولسمشر په څرګندو ټکو ويلي، چې دی په ډېرو ارامو دماغو خپل سياست کوي او له هر ډول غوغا او شور پرته به د امريکا د اوږدمهالو ګټو لپاره کار کوي. په بل عبارت ولسمشر اوباما د خپل پخواني سيال سياسي انځور له کړکۍ د باندې غورځولی. اوباما د بوش په څېر نه دی، چې مخې ته يې مچ هم تېر شي او دی ورپسې ټوپک راواخلي، بلکې دی په ډېرو ارامو دماغو، په ډېره حوصله فکر کوي، چې خپله ستراتيژي څنګه پر مخ بوځي او حالات څنګه د خپل هېواد په ګټه راوڅرخوي. ډېری امريکايان هم اوس په دې نظر دي، چې د «کاوبای» عقلي سياست امريکا له سختو ننګونو سره مخ کړې او امريکايي ولس ته يې ډېر کړاوونو پيدا کړي دي.

امريکايان د بوش د هغه سياست پايلې اوس ارزوي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې پر افغانستان او عراق يرغل وکړ او اوس وېريږي، چې چارواکي بايد د زور او قوت له سياسته کار وانه خلي او دوی کولای شي، چې د بوش د بې پلانه وحشي سياست پر ځای له خپل عقله کار واخلي. اوباما د لوړپوړو امريکايي چارواکو پر وړاندې اعلان وکړ، چې دی له دې وروسته د نظامي جګړو پر ځای ډېره هڅه د استخباراتي جګړو کوي؛ ځکه چې دا ډول سياست ډېر باريک او په لږ لګښت چليږي او ګټې يې هم په ډېر لږ تاوان تر لاسه کېدای شي. د سوريې په کشاله کې موږ د امريکا سياست وليد، چې د ولسي پاڅون له پيله يې ځان بيخي ناګاره کړی و، چې دوی خو په دې اړه بيخي بې تفاوته دي او يا دا چې سياست يې خطا دی، سره له دې، چې موږ ټول خبر يو، چې د سوريې دننه د ترکيې سرحد ته څېرمه ډېری عمليات د سي ای اې له لوري اداره کېدل او په عين حال کې امريکايي استخبارات په دې لټه کې و، چې د پاڅوانوالو قوت او ځواک څنګه سره ووېشي او امريکا د دوی له ګواښه خوندي پاتې شي. ځينې رسنۍ دا هم وايي، چې اوباما په سوريه کې له مداخلې ځان ژغوري، مګر دا خبره هم خطا ده؛ ځکه چې اوباما د خپلې واکمنۍ له پيله داسې اعلان کړی، چې دوی به د پردې تر شا ټول کارونه پر مخ بيايي او هېڅکله به د جګړې د لومړۍ کرښې څرګند مسؤوليت د دوی پر غاړه نه وي او په دې اړه به له هر ډول شور او غوغا ځانونه لرې ساتي. د امريکا «ګيدړ» ډيپلومات د ملي امنيت پخوانی ريسس او بهرنيو چارو وزير هنري کينسچر په څرګندو ټکو ويلي، چې امريکا نور نه غواړي، په نړيوالو کشالو کې مستقيمه مداخله وکړي. هنري کينسچر په خپلو مقالو کې له امريکايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د وټسفيليا تړون ته، چې ۱۶۴۸ کې لاسليک شوی و درناوی وکړي. په دغه تړون کې راغلي و، چې د هېوادونو د ځمکني سياست بايد درناوی وشي او دا طبعي خبره ده، چې کينسچر له دې څرګندونو غواړي، چې خپل باطل د حق په جامه کې پټ کړي. دا د کينسجر د ډپيلوماسي پخواني وختونه وو، چې پردېو هېوادونو کې يې له مداخلې د ځان ژوغورنې توصيې کولې، دا ټولې د پخوانۍ زمانې خبرې دي او د پام وړ خبره په کې لا دا ده، چې افغانستان، پاکستان، يمن، سومال، عراق او سوريه کې د امريکا د مخالفينو پر مرکزونو د بې پيلوټه بريدونو پرېکړه د دې لپاره شوې وه، چې د امريکايي پيلوټانو ژوند له هر ډول ګواښه خوندي وي. ايا امريکا په ليبيا کې خپل يو عسکر له لاسه ورکړی؟ هغه خلک په غلطه دي، چې ايران سره اتومي تړون د اوباما کمزوري بولي؛ ځکه چې امريکا کولای شي، ګرده نړۍ ونړوي، مګر امريکا ايران سره دا تړون د دې لپاره وکړ، چې د امريکا اقتصادي توازن وساتلی شي او له همدې ځايه دا خبره کوو، چې د اوباما په مشرۍ سپينه ماڼۍ نه غواړي، چې د نړۍ په نوو کشالو کې ځان ښکېل کړي؛ ځکه چې دا ډول مداخلې امريکا لپاره ستراقتصادي او نظامي زيانونه لري.

تر هغو، چې غوټه په لاس خلاصيږي، په خوله يې نه خلاصوي، چې په شاتو مري دښمن ته زهر نه ورکوي، نو ځکه امريکا دا پرېکړه وکړه، چې امريکا له ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه مذاکرات وکړي او د جګړې پر ځای يې اقتصادي بنديزونه غوره وبلل.

 هغه خلک، چې د منځني ختيځ په اړه د اوباما سياست ناکام، کاواکه او بې پرواه بولي، دا خلک د سياست په الف و با هم نه دي خبر.

د امريکا همدې خاموش سياست د سوريې ستراتيژيکې اتومې وسلې له منځه يوړې او تر دې هم مهمه دا ده، چې د ايران د اتومي وسلو د جوړو مخنيوی يې په داسې انداز وکړ، چې يو ډالر زيان يې هم ونه ليد. د اوباما دا سياست د بوش له هغه سياست سره مقايسه کړئ، چې پر افغانستان او عراق يې د خپل بې پلانه سياست له امله بريد وکړ، ميلياردونو ډالر او زرګونو عسکر يې پرې ضايع کړل؛ دا کار د سوريې او ايران په اړه د امريکا له اوسني سياست سره مقايسه کړئ. اوباما د امريکا او اسراييلو د خونديتوب او ګټو لپاره هر څه د ناپيليون د هغې وينا له مخې تر سره کړل، چې وايي: «کله دې، چې دښمن په خپله ځان وژني، نو مخه يې مه نيسه» امريکا عراق کې ميلياردونو ډالر د دې لپاره ولګول، چې د ډبرو زمانې ته يې وګرځوي او اوباما سوريه کې دا کار يوازې د سوريايي ولس په شلو او شوټو اندامونو او وينو تر سره کړل او په پرديو وينو يې خپلې ګټې تر لاسه کړې او سوريه يې ورانه ويجاړه کړه. ښه که د امريکايي چارواکو «کاواکه، ناپامه او بې پرواه» سياست دومره قوي کارونه کولای شي، نو د دوی قوي، باريک، فعال او هوښيار سياست به څنګه وي؟ اوباما د امريکا لپاره دومره څه وکړل، چې پخوانيو چارواکو په شلو کالو کې نه و کړي، په ځانګړې توګه منځني ختيځ، ايران او سوريې په اړه يې د امريکا او اسراييلو ګټې خوندي کړې او د اسراييلو امنيت يې هم د اوږدې مودې لپاره خوندي کړ. دا هر څه يې يوازې او يوازې د ژبې په ستړيا، ارامو دماغو او پروګرام شوي کاواکه او بې پروا سياست په واسطه تر سره کړل. وړمه ورځ وتلي امريکايي ليکوال توماس فريډمان په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د روسيې له مداخلې وروسته ليکلي و: «زړور اوباما! ته ترې لرې اوسه او پرېږده، چې خپلو کې سره اخته وي.» له هغه وړاندې د سپينې ماڼۍ يو لوړپوړي امنيتي چارواکي هم ويلي و، چې د سوريه حالات زموږ په ګټه روان دي او پرېږده، چې «اشرار يو له بل سره وخوري» دلته هغه خبره رښتيا کيږي، چې خلک وايي: امريکان چې سر ټيټ کړي، خلک فکر کوي، چې عاجزي کوي، مګر دوی د خپلې سوبې لپاره دا کار کوي.

مخکینې مطلب

د نړۍ چالاکه بوډۍ

بل مطلب

وخــتــــه!

ځانګړي مطالب

مقالې

د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
مقالې

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
مقالې

د ګردي کڅ نزاکت خان

نشرونکی: ح جلال
فبروري 28, 2026
مقالې

د كبر او كبرجن منطق

نشرونکی: ح جلال
فبروري 28, 2026
مقالې

تړلی ووهه چې ازاد ووېرېږي/ د امريکا- ايران جګړه د دروازې تر خولې رسېدلې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: يو شمېر هېوادونه به د هرمز تنګي د خوندي ساتلو لپاره جنګي بېړۍ واستوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو پرېکړې له امله له افغانستانه مننه وکړه

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com