ارزګان کې ۳۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۹پولیس نادرکه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۳) زرغون خوږیاڼی
د ارزګان ولایت امنیتي سرچینې وايي، چې تېرو دوه شپو راهیسې د ارزګان ولایت مرکز ته څیرمه وسله والو طالبانو د ښار په دفاعي پوستو بریدونه کړي، چې په ۲۲ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان د والي ویاند نایاب وویل، چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ په جرمګر او چولنګر سیمو کې په دفاعي کمربندونو برید وکړ چې دواړو خواو ته سخته جګړه ونښته، نایاب تاييدوي چې په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمیره یې څرګنده نه کړه.
د ارزګان د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزی وايي، چې په دغو نښتو کې ۲۲ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
عبدالکریم خادمزی په وینا په یادو نښتو کې ۹ پولیس هم نادرکه شوي دي چې تر اوسه یې کوم برخلیک نه دی معلوم.
بلخوا طالبانو په یادو نښتو کې د یو قومندا په شمول د ۵۰ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې له تېرو ۲ ورځو راهیسې د ارزګان ولایت مرګز اړوند د چولنګر په سیمه کې په پولیسو د لیزر ټوپکونو بریدونه وشول، په بریدونو کې د همدې ولایت د اربکیانو موسس نورمحمد په شمول ۵۰ پولیس ووژل شول او د چولنګر سیمه د طالبانو لاسته ولویده.
طالب ویاند وايي، چې دوی ۸ پولیس ژوندي نیولي دي او ۱۵ میله سپکه او درنه وسله یې هم غنیمت کړې ده.



