سوله که معامله!؟

جواد څارګر
په روانه پېړۍ کې اصطلاحاتو هم سل درجې تغیر وخوړ؛ او یا که داسې ووایم: په روانه پېړۍ کې عاقل، لیونۍ او لیونۍ، عاقل باله شي خطا به نه یم
دا ګډوډېشن او د اصطلاحاتو تغیر تنها په اسلامي ممالکو کې رامنځ ته شوئ، په ځانګړې توګه پر هغو اسلامي ممالکو کې چې دغرب تر سیطرې لاندې دي او واکداران ورته له غربه ټاکلی کېږي.
دغلام/مزدور اصطلاح چې له پېړیو راهیسي پر خپل حال پاته وه، په دې وروستیو کې یو مخ تغیر شوه. هغه چې رښتوني غلامان دي، سوټ ـ بوټ یې دبادار په څېر، کار او ګفتار یې دبادار په اشاره، شکل او لباس یې دبادار په نقش او یا داسي چې اېغ نېغ دغرب په فکري فارمونو کې روزل شوي؛ ځان ازاد بلي او دغرب په بمونو او مردکیو، لولپه او غلبیل ـ غلبیل، دانګې وانګې پراته زلمیان غلامان بلي.
په دې وروستیو کې یو بلې اصطلاح هم تغیر خوړلای؛ سوله! سوله په سودا، معامله او تسلیمۍ بدله شوې.
دسولې اصلي تعریف دښکېلو طرفینو ترمنځ جوړجاړي ته ویل کېږي مګر اوس که څوک له چاسره معامله کوي، دوی وایي سوله سره کوي او که څوک دتسلیمۍ پر ځای جوړجاړي ته ژمن وي، دوی وایي له سولې تښتي او نه غواړي چې سوله وشي او وطن ګل ـ ګلزار شې.
تېره ورځ چې دشمشتو او کابل ترمنځ کومه سوله وشوه، موږ ورته سوله نشو ویلای؛ شمشتو او کابل کله ښکېل اړخونه دي چې ترمنځ یې سوله وشي؟ مازې یوه معامله وه چې ترسره شوه، سوداګري وه چې وشوه، او دګټو پر سر لانجه وه چې هواره شوه
که حزب سوداګري نه وي کړي؛ کوم ارزښتونه یې تثبیت شول چې دوی یې ځان محافظین ګڼي؟ اشغال ختم شو؟ خارجي پوځیان ووتل؟ امنیتي تړون لغوه شو؟ او که د امریکا په سفارت کې ټاکل شوي زعماء ګوښه کړی شول؟
که ووایو چې حزبیانو مقاومت ندی کړی، خپه به شي؛ حزبیان دې دا ووایي چې دوی دشهیدانو او یتیمانو پر وینو او اوښکو معامله ونکړه؟ که ځواب ‘نه’ وي، لاس ته راوړنې یې څه دي؟ فقط همدومره چې ځانونه مو څوکۍ ته ورسول او د امریکایي پلان له مخې به دنظار شوری سره ښکر په ښکر شئ ترڅو دهیواد دتجزیې پاته کار هم اسانه کړئ؟
دخدای لپاره ددې مظلوم ملت په سرنوشت سوداګري مکوئ، دشهیدانو په ارمانونو لوبې مکوئ، دیتیمانو په آهونو پسخند مه وهئ
دسولې پر نوم معاملې ددې ولس غمیزې ته دپای ټکی ندی بلکې د ولس ناخوالې، لا پسې زیاتوي او نوې ـ نوې ورته زېږوي
هغه دشاعر خبره《 ته ناولی سوله پاکه ده》 سوله ددې ولس وروستی ارمان دی، سوله ددې ولس اعظمي غوښتنه ده، تاسو دسولې پر نوم خپلې ناولې معاملې کوئ او د ولس په ارمانونو خاورې اړوئ او دپېړیو ـ پېړیو پاک اصطلاحات دخپلو ګټو په پار، دغرب په اشارو تحریفوئ.
د افغان ولس دویښتابه پر هیله



