فاریاب: د جنبش او جمعیت تر منځ تازه نښتې، ۹ ملکي کسان ټپیان شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۴) زرغون خوږیاڼی

د فاریاب ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي، چې ددې ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د دوستم وسله والو ملیشو او د رباني د جمعیت غړیو تر منځ تازه نښتې شوي چې په کې ۹ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي وويل، چې تېره شپه د جنبش وسله والو او د جمعیت وسله والو تر منځ د پشتونکوټ ولسوالۍ د هزاره قلعه  او زرشويي سیمو کې وسله واله نښته وشوه، چې په کې ۹ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د یادې سرچینې په وینا، جګړه د عبدالرحمن چې په «شمال»  سره مشهور دی او نیسم شیرزاد غړیو د بلې ډلې له خلیفه صالح او اعظم پهلوان غړیو تر منځ ونښته چې په کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې او جګړه تر اوسه هم روانه ده.

اوسمهال د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني د افغانستان د خارجه چارو وزیر او د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال دی.

د فاریاب د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ثمر ویلي دي چې په دې نښتو کې ۹ ملکي کسان ټپیان شوي دي، چې په کې ۴ ماشومان او یوه میرمنه شامله ده.

ده ویلي چې ټپیان د افغان ترک روغتون ته لیږدول شوي دي، دده په وینا د ۳ ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د یادې نښتې په اړه دواړه ډلو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button