(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۴) زرغون خوږیاڼی
نن د افغانستان او بنګلادیش کرکټ لوبډلو په پلازمېنه ډاکه کې له دغه هېواد سره لومړنۍ ۵۰ اوریزه لوبه ترسره کړه چې د بنګلادیش په ګټه پای ته ورسیده.
لومړی پچه بنګلادیش وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، په ۵۰ اورونو کې ۲۶۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې ۲۶۶ هدف وټاکلو.
افغان لوبډلې د لوبې پیل ښه و، حشمت او رحمت ۱۳۰ منډې ملګرتیا وکړله، خو د لوبې پای د افغان لوبډلې لپاره ښه نه و، د پنځوسم اوور په وروستي بال وروستی لوبغاړی هم وسوځید او ټولې یې ۲۵۸ منډې جوړې کړلې.
د ۷ منډو په توپیر بنګلدیش له افغان لوبډلې لوبه وګټله.
ویل کیږي چې افغان لوبډلې ډيره په زړه پورې لوبه وکړله او د بنګلادیش سره په راتلونکو دوو نورو لوبو کې یې د ګټې ښه چانس شته دی.
افغان لوبغاړو رحمت شاه ۷۸ منډې او حشمت الله شهیدي ۷۲ منډې جوړې کړلې.

















