دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۸ منسوبين وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۵) الماس خدرخېل

د دفاع وزارت پر ویب پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۸  تنه منسوبینو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او د مقابل لوري هم ۳۸ تنه وژل شوي دي.

دفاع وزارت د ملي اردو عسکرو د ټپي کېدو په اړه معلومات نه خپروي، خو وايي په دې عملياتو کې يې ۱۸ تنه وسلوال ټپيان کړي هم دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ګډ عمليات د ننګرهار، لغمان، غزني، پکتيا، کندهار، ارزګان، غور، کندز، فارياب، جوزجان او هلمند ولايتونو په ځينو ولسواليو کې ترسره کړي دي.

که څه هم طالب وسلوالو وخت ناوخت د دفاع وزارت دا څرګندونې رد کړي، خو بل پلو وايي چې په تېره يوه اونۍ کې يواځې په ارزګان ولايت کې دوی ته د ملي اردو عسکرو په ګډون ۱۲۷ تنه اربکيان او پوليس تسليم شوي دي.

باید وویل شي، چې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د ملي اردو تر څنګ ملي او محلي پولیس هم جنګیږي، چې د تلفاتو په اړه یې کله هم رسمي څرګندونې نه کیږي.

د یادوني وړ ده، چې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو څخه يو بل ته د ډېرو تلفاتو ور اړولو ادعا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button