دا سي څوک شته؟
دا سې څوک شته چي بیا یو بل نجیب تر داره یوسي
د دار تــر پــړي د ملــت جــنـایـت کــاره یــوســـي
په خاموشۍ چي زمونږ سرونه یې بیل کړل له تن
وایم چې غږ به مو څوک تر پوري ښاره یوسي
مشره حیران یو د انصاف غږ به یو چاته وکړو
څوک به دا خلک ستا له څنګه تر ښاماره یوسي
د هېــواد هـر ظالم مظلوم په بې رحمـۍ وهـلـی
غیرتي شته چــي د ظالم سر ترګوزاره یـوســي
تاسو زمونږه د سالم ژونـد پوروړي یـۍ ټــول
څنګه به څوک زمونږه قرض تر قرضـداره یوســي
دلتــه به بـله شــي ډیـوه د رڼـاګـانـو کـور کــي
څوک به پیدا شي چې ګلونه مو تر هاره یوسي
تـاسـو پـه خپلـه زمـونـږه ویني توی کړي مشــره
داسې څوک شته دی چې درمان مو تر پرهاره یوسي
اتــل د غـم څخـه تــر اوســه چا ایستلـی نه یم
څــوک به مـي لږ د خوشحالیـو تر دیــاره یوسـي


















