(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۵) الماس خدرخېل
په امريکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کانديد جمهوري غوښتونکی ډونالډټرمپ د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره وليدل او دا ژمنه يې وکړه، که ولسمشر شي نو بیت المقدس به د اسرائيلو د پايتخت په توګه په رسميت وپېژني.
د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي کمپاین په یوې خبرپاڼې کې ویلي،”ټرمپ تصدیق کړه چې بیت المقدس له درې زرو کلونو راهیسې د یهودو تلپاتي پایتخت دی او د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت به بیت المقدس د اسرائیلو د دولت د نه ویشل کېدونکی پایتخت په توګه په رسمیت وپېژني.”
تر دې دمه د امريکا متحده ايالتونو او د ملګرو ملتونو ډېرو غړيو هيوادونو، د ختيځ عرب بيت المقدس د اسرائيلو سره يوځای کول په رسميت نه دي پيژندلي.
خو د امریکا کانګرس د ۱۹۹۵ م کال په اکتوبر کې یو قانون تصویب کړ، په کې غوښتنه شوې چې بیت المقدس دې نه وېشل کېدونکی او د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
د نتنياهو د دفتر اعلاميې د بيت المقدس په اړه د ټرمپ يادونه نه ده کړې، خو ليکلي يې دي: “صدر اعظم بینیامین نتنیاهو له ښاغلي ټرمپ سره د اسرائیلو د امنیت اړوند مسئلو او په منځني ختیځ کې د ثبات لپاره ددې هېواد پر هڅو خبرې کړې دي.”
بل پلو د ټرمپ اعلاميه وايي، چې نوموړي له نتنياهو سره دا ژمنه وکړه که ولسمشر شي نو د اسرائيل سره به د ټکنالوژۍ او پوځي برخه کې فوق العاده همکاري وکړي.
بل پلو د کلنټن اعلاميې ويلي، چې دواړه هېوادونه به شریک کار کوي چې له ایران سره شوې اتمي موافقه عملي کړای شي.
د يادونې ده، چې اسرائيلو په دغه هيواد کې له خپل کوره د خلکو شړل، د نورو کورونه ورانول، د بې ګناه خلکو وژل او نور ډېر جرمونه ترسره کړي دي.
بايد وويل شي، چې له څلوېښتو ډېر کلونه وشول چې اسرائيل بيت المقدس اشغال کړى. په داسې حال کې چې نړيوال قانون د بيت المقدس په هکله واضح دى. د ملګرو ملتو د امنيت شورا ٢٤٢تم حل (United Nations Security Council Resolution 242) وايي چې د ١٩٦٧ ميلادي جګړه کې نيول شوې ځمکې دې پرېښودل شي.


















