عمران خان: د هند ځواب زه ورکوم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۸) زرغون خوږیاڼی
عمران خان نن رسنیو ته وویل، چې سبا په ریوینډ کې لوی لاریون کوي چې دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی لاریون وي.
عمران خان وویل، چې سبا ته به د لاریو په جریان کې د هند صدراعظم مودي ته خپل پیغام ور واوروم او زه به د هند ځواب ورکوم.
عمران خان زیاته کړه، چې زه به نوازشریف ته دا وښیم چې د هند ځواب څنگه ورکړي ځکه نواز شریف پدې نه پوهیږي چې د هیواد چارې څه ډول پر مخ بیول کیږي.
د عمران خان دا غبګونونه وروسته له هغه کیږي، چې تیره شپه هندي پوځیانو د پاکستان په پوځي پنډغالو بریدونه وکړل، چې په کې ۲ عسکر ووژل شول او ۹ نور یې ټپيان شول.
خو هند ویلي، چی دوی د ترهگرو خلاف مشخص او پلان شوي عملیات کړي دي، د دوی په وینا د ترهگرو ډلې دېته ځان چمتوکولو چی د کشمیر د کنترول په سیمه کې عملیات وکړي او د جمو او کشمیر ساحې ته ننوزي.
عمران په خپلو خبرو کې وویل، چې سبا ته به د پنجاب په ریونډ ښار کې یو لوی لاریون وکړي چې د پاکستان په تاریخ کې به یې ساری نه وي، ده په خپلو ټولو پلویانو غږ کړی چې په دې لاریون کې برخه واخلي.


