په ښېګړو د بديو مخنيوى

راټولونکی : قاضی عرفان
اسلام د ښېګړو دين دى او تل په نېکيو او ښېګړو کولو امر کوي. قرآن کريم کې له ايمان سره ځاى په ځاى عمل صالح (نېک عمل) ياد شوى دى. همدارنګه الله تعالى امر کوي چې په ښېګړو او نېکيو د بديو مخنيوى وکړئ. لکه چې فرمايي:
((وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبهمْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُوْلَئِكَ لهمْ عُقْبَى الدَّارِ))
(( هغه خلک چې د خپل رب دمخ لټولو لپاره يې صبر کړى دى، کره پوره لمونځونه يې کړي دي، مونږ چې کوم مال ورکړى دى له هغه يې په پټه اوښکاره لګښت کړى دى او په نيکۍ د بدۍ مخنيوى کوي؛ دوى لپاره د ښو پايلو کور دى)).
اوفرمايي :
((ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ))
((د بدۍ مخنيوى په هغه لار وکړه، چې ډېره ښه وي، دوى چې څه بيانوي؛ مونږ پرې ډېر ښه پوه يو)).
او فرمايي:
((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبهمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلاَمًا))
(( د رحمٰن ذات بندګان هغه خلک دي، چې په ځمکه بې کبره اوار ځي او کله چې ناپوهان ورسره خبرې کوي، نو دوى د سلامتيا خبرې کوي)).
معنا دا چې د جاهلانو دجاهلانه خبرو ځواب په جاهلانه خبرو نه ورکوي بلکه داسې دحکمت خبرې ورته کوي چې دهغه د جهالت له شره وژغورل شي.
اوفرمايي:
((وَلاَ تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلاَ السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنه عَدَاوَةٌ كَأَنه وَلِيٌّ حَمِيمٌ))
((نېکي او بدي سره نه برابرېږي؛ په داسې لار دبدۍ مقابله وکړه، چې ډېره ښه وي، نو بيا به هغه څوک – چې ستا او د هغه تر منځ دښمني ده؛ داسې درسره خوږ شي، ته به وايې چې هغه ستا ګرم (مخلص) دوست دى)).
او فرمايي:
((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلهم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ))
((د خپل رب لارته په پوهې او ښو خبرو خلک را وبله او په داسې لار ورسره بحث وکړه، چې ډېره ښه وي)).
او فرمايي:
((وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنهمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا))
((زما بندګانوته ووايه: هغه خبره دې وکړي، چې ډېره ښه وي. شيطان بې شکه د دوى تر منځ شيطاني کوي؛ شيطان بې شکه د انسان څرګند دښمن دى)).
د حق پلوي کول
مسلمان بايد دحق په منلو او ملګرتيا کې له هيچا ونه وېرېږي او تل هغه څه وکړي، چې الله تعالى پرې راضي کېږي او دنامنونکو او سرغړوونکو پروا ونه کړي.
په حديث کې داسې راځي:
عن معاوية ٲنه کتب ٳلى عائشة ٲن اکتبى ٳلى کتابا توصينى فيه ولا تکثرى فکتبت: سلام عليك ٲما بعد: فاني سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (( من التمس رِضَى اللهِ بسخط الناس کفاه الله مؤنة الناس ومن التمس رضى الناس بسخط الله وکله الله ٳلى الناس و السلام عليك))
له معاوية رضي الله عنه نه روايت دى؛ هغه عائشې رضى الله عنها ته يو ليک ولېږه، چې ماته داسې يو ليک وليکه، چې څه نصيحت راته پکې وکړې او زياتوه يې مه .
نو هغې ورته وليکل:
(( په تادې سلام وي. له سلام وروسته خبره دا ده، چې ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي، چې فرمايل يې: (( چا چې د خلکو په ناراضه کولو کې د الله رضا ولټوله، نو دخلکو له کړاوه به ورته الله بس شي. او چا چې د الله په ناراضه کولو کې دخلکو رضا ولټوله، نو الله به يې خلکو ته وروسپاري)) او په تا دې سلام وي))
معنی دا چې داسې ښه کارونه، چې ناوړه خلک يې نه خوښوي او الله تعالی پرې راضي کېږي، او داسې ناوړه کارونه چې الله تعالی پرې ناراضه کېږي او ناوړه خلک يې خوښوي .
اسلام په حق پلوۍ ا و دحق په ويلو امر کوي؛ تر دې چې دظالم او جابر پاچا په مخکې د حق خبره کول لوى جهاد ګڼل شوى دى.
په يو حديث کې داسې راځي:
عن ٲبى سعيد الخدرى ان النبى صلى الله عليه وسلم قال: (( ٳن من أعظم الجهاد کلمة عدل عند سلطان جائر)).
ابو سعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دى، چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ((د ظالم پاچا په مخکې د حق خبره کول له ډېر لوى جهاد څخه ګڼل کېږي)).
حياء کول
اسلام له بې شرمۍ او سپکاوي نه منع کوي او په حياء او شرم کولو حکم کوي.
په حديث کې حياء او شرم کول له ايمان نه ګڼل شوي دي او داسې راځي:
عن ابن عمر ٲن رسول الله صلى الله عليه وسلم مرعلى رجل من الأنصار وهو يعظ ٲخاه فى الحياء فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((دعه فان الحياء من الايمان))
له عبدالله بن عمر رضى الله عنهما نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو په يو سړي تېرېده او هغه خپل ورورته د شرم په هکله نصيحت کاوه، چې ډېر شرم مه کوه، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (( پرې يې ږده ځکه، چې شرم کول له ايمان څخه دي)).
په بل حديث کې داسې راځي:
عن عمران بن حصين قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((الحياء لا يأتى الا بخير )) وفى رواية (( الحياء خير کله))
له عمران بن حصين رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (( حياء او شرم کول له خير پرته بل څه نه راوړي)) او په يو روايت کې دي چې (( حياء ټول خير دى)).
له سپکو ويناو او سپکو کارونو نه ځان ساتلو ته حياء ويل کېږي؛ تر دې، چې ځينې کارونه روا وي؛ خو حياناک انسان يې په کولو شرمېږي، لکه د مشرانو په مخکې بې له اړتيا خبرې کول، ځان مړول، له چا څه غوښتل او داسې نور.
د حياء په هکله بل حديث داسې راغلى دى :
عن ٲبى هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((الحياء من الايمان والايمان فى الجنة والبذاء من الجفاء والجفاء فى النار)).
له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (( شرم کول له ايمان څخه دي او د ايمان خاوندان به جنت کې وي. او بې شرمي له ګناهونو څخه ده او د ګناهونو خاوندان به په اور کې وي)).
نرمي کول
د اسلام له ښېګړو څخه دا هم ده، چې له مجرمانو پرته له نورو عامو خلکو سره په نرمۍ او اسانۍ کولو حکم کوي او نرمۍ ته ترغيب ورکوي.
د نرمۍ کولو په هکله په يو حديث کې داسې راځي:
عن عائشة ٲن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (( ٳن الله تعالى رفيق يحب الرفق و يعطى على الرفق مالا يعطى على العنف)).
له عائشې رضى الله عنها نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ((الله تعالى نرمي کوونکى دى، نرمي کول خوښوي او په نرمۍ هغه څه ورکوي. چې په سختۍ يې نه ورکوي)).
په بل حديث کې داسې راځي:
عن جرير عن النبى صلى الله عليه وسلم قال: (( من يحرم الرفق يحرم الخير))
له جرير رضي الله عنه نه روايت دى هغه له پېغمبر صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي چې ويې فرمايل: ((څوک چې نرمۍ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button