ايران: ترافيکي پېښه کې ۲۵ تنه افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۹) الماس خدرخېل

ياده پېښه د سيستان بلوچستان په ایالت کې رامنځته شوې، چې پکې ۱۴ تنه غير قانوني افغان کډوال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.

د ايسنا خبري اژانس ويلي، چې د يادې سيمې نه د دوه افغان کډوالو موټر د تېرېدو په حال کې و، چې يو له بل سره ټکر شوي او پېښه رامنځته شوې ده.

ځايي خلکو ويلي، چې دغه ناقونه کډوال د انساني قاچاقبرانو له خوا ايران او يا نورو اروپايي هېوادونو ته وړل کېږي، چې په لارو کې د پوليسو له وېرې موټر ډېر تېز چلوي او د ګړندي مزل له امله ټکر کېږي او يا چپه کېږي، هغوی وايي چې دغه ټکر هم له دې امله رامنځته شوی چې ډېر تيز مزل يې کولو.

بل پلو د ترکيې د موغلا ولايت د بوردوم ولسوالۍ په اوبو کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې، چې د ژغورنې واسکټونو نه لرلو له امله پکې ۲۱ تنه لادرکه دي او ۴ تنه يې موندل شوي دي.

د تورکيې حکومت د نادرکه شوو کډوالو د موندلو عمليات پیل کړي، د بودروم پوليس وايي، چې د سخت توفان له امله د پلټنې چارې د ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ډيری افغان کډوال هم اروپايي هېوادونو ته د کښتيو په وسيله په همدې لارو تګ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button