د مجلس د ملګري خيال ساتل

عرفان خوږیاڼی
اسلام د امن او خوشحالۍ د ژوند تېرولو لپاره د مجلس په آدابو کې د دې توصيه هم کوي، چې درې کسان وي نو دوه به پټې خبرې نه کوي.
په يو حديث کې په دې هکله داسې راځي :
عن عبدالله بن مسعود قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (( ٳذا کنتم ثلاثة فلا يتناجى ٳثنان دون الآخر حتى تختلطوا بالناس من ٲجل ٲن يحزنه))
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (( کله چې تاسو درې کسه وئ، نوله درېم پرته دې تر هغه دا دواړه پټې خبرې نه کوي، تر څو چې نورو خلکو سره ګډ شئ، او داله دې امله چې هغه دريم خپه نه شي)).
چې درې کسان وي او دوه پکې پټې خبرې کوي، نو معلومه خبره ده چې له دريم نه يې پټوي او دا خبره هغه سره اندېښنه پيدا کوي، نو ځکه دا کار منع دى؛ خو که زيات وو، نو بيا له يو سره اندېښنه نه پيدا کېږي او هر يو وايي چې د دې احتمال شته چې له ما پرته له بل کوم يو نه يې پټوي.
د مشرانو درناوى : په اسلام کې دمشرانو احترام او درناوي ته پاملرنه شوې ده، د بوډاګانو او مشرانو داحترام په هکله په حديث کې داسې راځي:
عن ٲنس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((ما ٲکرم شاب شيخا من ٲجل سنه ﺇلا قيض الله له عند سنه من يکرمه)).
له انس رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: يو ځوان چې د مشرۍ يا بوډا توب له کبله د کوم بوډا يا مشر عزت وکړي، نو دهغه د بوډاتوب په وخت کې به الله داسې څوک وګماري، چې د ده عزت وکړي.
پرده پوخ دين:اسلام د انسانانو لپاره د عزت، شرافت او پرده پوخ دين دى، اسلام امر کوي چې په خلکو پرده واچوئ او سپکاوى يې مه کوئ.
په يو حديث کې داسې راځي :
عن عقبة بن عامر قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( من رٲى عورة فسترها کان کمن ٲحيا موءودة)).
عقبة بن عامر رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې د چا عورت وليده او پټ يې کړ، نو دا د هغه چاغوندې شو، چې ژوندۍ په ګور منډلونه يې کومه نجلۍ وساتله.
عورت نه مطلب ظاهري شرمځايونه هم دي، چې که د چاشرمځاى د ناپامۍ يا بې وزلۍ نه ښکارېده او هغه باندې يې جامه ور واچوله، يا يې بې وزلي ته جامې واخيستې، يا يې ورکړې، نو دا هم د عورت پټول دي او د چا معنوي عيب پټول هم دعورت پټول دي.
خو د بدکارانو او مجرمانو ناوړه او بدعملونه پټول روا نه دي، هغه بايد په ډاګه شي او د خپل عمل په سزا ورسېږي، تر څو د فساد مخنيوى وشي.
مينه ناک مؤمن: مؤمن به داسې ګوز موزى نه وي، چې خلک تر ې کرکه وکړي، بلکې دهغه د ښواخلاقو اوښه خوى له امله به خلک ورسره مينه کوي. په حديث کې په دې هکله داسې راځي:
عن ٲبى هريرة ٲن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (( المؤمن مألف ولا خير فيمن لا يألف ولا يؤلف)).
له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: مؤمن د مينې او الفت ځاى دى او په هغه چا کې خير نشته چې نه مينه او الفت کوي او نه له هغه سره مينه او الفت کېږي.
معنی دا چې دومره بد خويه وي، چې هيڅوک ورسره مينه نه کوي. نو مؤمن به هم له نورو سره مينه کوي او هم به د داسې ښه خوی څښتن وي،چې خلک ورسره مينه وکړي.
له ښو خلکو سره ملګرتيا او له بدو ځان ژغورنه: اسلام حکم کوي، چې له ښو خلکو سره ملګرتيا وکړئ او له بدو ځان وژغورئ. د ښه او ناوړه ملګري مثال په حديث کې داسې راغلى دى
عن ٲبى موسى قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( مثل الجليس الصالح والسوء کحامل المسك ونافخ الکير فحامل المسـك ٳما ٲن يحذيك وٳما ٲن تبتاع منه و ٳما ٲن تجد منه ريحا طيبة؛ و نافخ الکير ٳما ٲن يحرق ثيابك و ٳما ٲن تجد منه ريحا خبيثة(( .
له ابو موسٰى رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د نېک او بد ملګري مثال د مښکو د پلورونکي او د بنۍ وهونکي پښ غوندې دى؛ د مښکو پلورونکى به يا څه مښک درکړي، يا به يې ترې په بيه واخلې او يا به ترې ښه بوى ومومې او بنۍ وهونکی ينګر به دې يا جامې وسېځي او يا به ترې بد بوىۍي ومومې)).نو د نېک ملګري مثال د مښکو د دکاندار غوندې دى چې خامخا به يې د نېکۍ څه ګټه در ورسېږي او د بد ملګري مثال د بنۍ وهونکي ينګر او پښ غوندې دى چې د بدۍ څه تاوان به يې خامخا درورسېږي.
شپږ ښه کارونه: په يو حديث کې شپږ ښه کارونه داسې راغلي دي:
عن عبادة بن الصامت ٲن النبى صلى الله عليه وسلم قال: ((ٳضمنوالى ستا من ٲنفسکم ٲضمن لکم الجنة: ﺃصدقوا ٳذا حدثتم و ﺃوفوا ﺇذا وعدتم و أدوا ﺇذا ائتمنتم واحفظوا فروجکم وغضوا ﺃبصارکم وکفوا ايديکم((
له عبادة بن صامت رضي الله عنه نه روايت دى چې پېغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ماته د خپلو ځانونو په هکله د شپږو کارونو ضمانت راکړئ؛ زه به درته د جنت ضمانت درکړم :
۱ـ کله مو چې خبرې کولې ريښتيا ووايئ.
۲- کله مو چې ژمنه او وعده وکړه وفاپرې وکړئ.
۳- کله چې چا درسره امانت کېښود، نو سلامت يې ور وسپارئ.
۴- خپل عورتونه ( شرمځايونه) له بدو وساتئ.
۵- خپلې سترګې د نامحرمو له ليدو نه ښکته کړئ.
۶- او لاسونه مو چاته د زيان رسولو نه را ايسار کړئ.


