ايا د برکسل غونډه به حکومت له اقتصادي سقوطه وژغوري؟

د تيرودريومياشتوراپدېخوا د حکومت چارواکي او د مدني ټولنواستازي په خپلوکې غونډې کوي ترڅو د برکسل په راتلونکې غونډه کې دافغانستان لپاره په وروړونکي کچکول کې يوڅه راوړي .
په کابل کې د مدني ټولنو استازو چې تيره ورځ ېې د يوشمير ښځوپه ګډون غونډه درلوده وويل د برکسل غونډه د افغانستان لپاره چې هيواد ته له ايران او پاکستانه کډوال په زيات شمير کې راستنږي ډيره مهمه ده چې څه ځانګړي بوديجه بايد په لاس راوړل شي.
د برکسل د راتلونکي غونډې لپاره چې شايد د روانې لمريزې مياشتې په ١٣او ١٤مه په بلجيم کې ترسره شي د حکومت او مدني ټولنوفعالانو له ځانه سره غوټه کړه چې موږ به په غونډه کې دافغانستان دامن په ټينګښت، د سولې د بهيرپه چټکتيا، د اداري فساد په له منځه وړلواو د مدني ټولنو د فعاليتونو په اړه ديوه مناسب چاپيريال په رامنځ ته کولو ټينګار کوو ترڅو د برکسل غونډې برخوالو ته وښيو چې دافغانستان روانه نه حل کيدونکې شخړه دهمدې لارې حل کيدای شي.
د حکومت او مدني ټولنو فعالان په دې تمه دي چې د برکسل په غونډه کې د راتلونکو څلوروکلونو لپاره د پراختيايي پروژوسره د مرستو په پراختيا د نورو هيوادوالو نظرونه هم راجلب کړو او هم به د ملګرو ملتونو د څار د ادارې هغه راپورپيکه کړو چې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه ېې د روان ميلادي کال په سرکې وړاندي کړ ويې ويل افغانستان په نړيواله کچه په فساد کې ککړلومړی هيواد دې او په فساد کې ېې لوړ دولتي چارواکي لاس لري.
د ملګرو ملتونو د مرستو اداره چې نور په افغاني چارواکو د مرستو په نامه د ورکړل شوو ميليونونو ډالروپه غبن اعتبار نه لري د برکسل غونډې ته ېې د ورتلونکو ښځوشميره کې زياتوالى راوستې ترڅو دښځوسره د مرستوپه نامه د برکسل په غونډه کې د خورکړل شوي لمڅي څخه دمرستې په نامه يوڅه وړۍ راوشکوي.
د برکسل غونډ ه شايد په افغانستان کې د پراخيتايې پروژو د پلي کيدو لپاره مهمه غونډه وي او په غونډه کې به برخه اخستونکي افغان پلاوى خپلې غوښتنې وړاندي کړي خو افغانستان سره د تيروشوومرستو په شاليد او غبن شايد د برکسل په غونډه کې د افغانستان سره هغه مرسته ونه شي کوم چې افغان چارواکي او د مدني ټولنوفعالان ېې تمه لري.
د برکسل غونډې ته افغان ورتلونکى پلاوى ډيرى هيلې له ځانه سره لري ملګري ملتونه به ورسره دهغوی غوښتنې په هېواد کې د سولې ټينګښت، د ښې حکومتولۍ رامنځته کول، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د بشري او مدني حقونو تامين، د بشر دوستانه موضوعاتو پراختيا او دوام او د مدني ټولنو فعاليت داټول هغه څه دي چې په عملي کولو کې ېې حکومت پاتې راغلى دى.
په برکسل غونډه کې به د يوشميرهيوادونواستازي دافغانستان سره مرستوته ژمن وي خو داچې افغان چارواکو د افغانستان سره په شوومرستوکې تراوسه پورې دنړيوالو باورنه دي ترلاسه کړی ګرانه ده چې دافغانستان سره به د برکسل په غونډه کې د هیواد ته دراستنيدونکو کډوالو اړتياپوره کوونکې مرستې وکړل شي.
د افغانستان لپاره دبرکسل غونډه د مرستو يومناسب فرصت دى خو داچې د برکسل په غونډه کې دافغانستان سره مرستې به حکومت له اقتصادي سقوطه وژغوري هيڅ ډاډ نه لرو.
دامهال حکومت د اقتصاد پوه ولسمشر په مشرۍ کې د سقوط سره مخ دې نظامي او تعليمي بودجه دخيالي پوليسواوخيالي ښوونځيوپه لګښتونو٤٠سلنه راکمه شوې ده که د برکسل په غونډه کې د افغانستان سره ديوڅه مرستوژمنه هم وشي افغانستان داقتصادي سقوطه نه شي ژغورلاى.



