خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

ویسا:
د مهاجرينو اجباري راستنونه پر افغان حكومت د فشار په توګه
کابل ټکی کام:
افغان حکومت دې د عیاشۍ په پیسو افغان مهاجرینو ته آسانتیاوې برابرې کړي چې فشار یې ختم شي.
هیواد:
تبليغاتي كمپاينونه آخر تر كومه؟
کابل ټکی کام:
تر هغې چې د بادارانو لخوا پرې د پیسو ویالې وچې شي.
ویسا:
نور د اجرائيه رياست كيسه ختمه ده
کابل ټکی کام:
لکه د حزب اسلامي کیسه چې ختمه شوه.
اصلاح:
د حزب اسلامي او حكومت تر منځ د سولې د توافقاتو لاسليك ؛خو لا هم زموږ د سياسي بلوغ د ازمېښت شيبي پاتې دي
کابل ټکی کام:
تاسې تل نا بالغ یاست، هله به بالغ شئ چې قبر ته ورکوز شئ.
ډاکټر ډبل عبدالله:
اجرائيه ریاست به د صدارت په صلاحیتونو سره تر پنځو کلونو دوام کوي
کابل ټکی کام:
ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي.
ویسا:
د کابل پولیسو په تیرو دوو میاشتو کې ۹۰۰ مجرمین نیولي
کابل ټکی کام:
او ټول یې د رشوت په مقابل کې په ډیر درنښت خپلو کورونو ته استولی، او یواځې بې واسطې او بې پیسو مجرمین یې په بند کې اچولي دی.
انیس:
په کندهار کې يو سوداګر تر تښتول کيدو وروسته وژل شوی
کابل ټکی کام:
ځکه چې هلته د باټو او لافو وهونکي جنرال رازق ماشوم حکومت دی.
ویسا:
د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو ولسونو د انګور اډې تاسیساتو د نړولو پرېکړه کړې
کابل ټکی کام:
اختر پټ میړه نه دی.
نگرانی سناتوران:
حدود ۵۵ درصد مهاجران افغان از آلمان اخراج خواهند شد
کابل ټکی کام:
تا مصدر خدمت برای وطن خود گردند در کشورهای دیگران.
هیواد:
حزب اسلامي کوم رول لوبول غواړي؟!
کابل ټکی کام:
د سور کفر نه سپین اسلام جوړول.
۸صبح:
صلح، نباید به بهای تجزیۀ کشور باشد!
کابل ټکی کام:
و نه هم به بهای زیر پای کردن آرمان های شهدای نفاذ اسلام در کشور.
افغانستان:
مواد مخدر! یا بربادی تدریجی جامعه افغانی
کابل ټکی کام:
و حکومت سیکولری فعلی در افغانستان! یا بربادی تدریجی جامعه اسلامي.
ویسا:
حكومت د غفلت پر كوم خوب ويده دى؟
کابل ټکی کام:
ښه ویښ دی، خو د ډالرو په خاطر ځانونه ویده معلوموي.
ویسا:
له حزب اسلامي سره د سولې تړون، څو يادونې!
کابل ټکی کام:
بلکه د حزب اسلامی د تسلیمیدو په اړه څو یادونې!
ډاکتر ډبل عبدالله:
اجرائيه ریاست به د صدارت په صلاحیتونو سره تر پنځو کلونو دوام کوي
کابل ټکی کام:
گلمرجان یې تر اوسه هم نه مني.
د والیانو ټولنه:
یو شمير سفارتونه د حکومت په چارو کې لاسوهنه کوي
کابل ټکی کام:
لکه چې د سفارتونو لخوا درباندې پیسې کمي شوي که څنګه؟؟؟ ځکه چې دا لاسوهنې خو له اولې ورځې راروانې وې، او ستاسې د یوه هم غږ له خولې نه وتو.


