هلمند: طالبانو يوه پوسته نيولې او ۱۰ پوليس وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۹) الماس خدرخېل

کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي، چې د دوی پلويانو د هلمند ولايت مارجې او نادعلي ولسواليو مرکز ته غزيدلې لويې لارې تړلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، لشکرګاه ته څېرمه د سيمټي، تريخ ناور او دوراهي په سيمو کې د دوی وسلوالو په دولتي پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې يوه پوسته له افغان ځواکونو نيولې او ۱۰ تنه پکې وژل شوي دي.

همداراز يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ویلي، په پېښه کې د دوه شوبلو د ويجاړېدو تر څنګ ۵ تنه سرتيري ټپيان شوي هم دي.

طالبانو منلې چې په جګړه کې د دوی ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور يې ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button