پاکستان د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون هرکلی وکړ

کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۹) عبدالهادي همت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیکېدلو هرکلی کړی دی.په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، اسلام اباد تل په دې ټینګار کړی چې د افغان شخړې د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لار نشته.
د پاکستان سفارت لیکي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره تر ټولو اغېزناکه لار د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په وسیله خبرې دي، په دې دلیل د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې بهیر هم په بریالیتوب پای ته ورسېد.په خبرپاڼه کې پاکستان هیله ښودلې چې دا بهیر به د افغان حکومت او نورو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ هم د تړون او په افغانستان کې د تلپاتې سولې سبب شي سفارت په خپله خبرپاڼه کې زیاتوي، د دغه هېواد دولت او ولس د افغان دولت او ولس تلپاتې ملاتړ کوي او د پرمختګ او سولې په برخه کې ور سره همکاري جاري ساتي.


