م، م: اچین کې د امریکاهوايي برید ۱۵ ملکیان وژلي، یوناما د اچین بمباري غندلې ده
( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۹) زرغون خوږیاڼی
ملګرو ملتونو ويلي دي، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسولۍ کې امریکايي ډرون الوتکې برید کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي، دوی ومنله چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.
په لومړیو کې امریکا او د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وویل، چې دا برید په داعش وسله والو شوی او په کې ټول وژل شوي داعش وسله وال دي.
خو د اچین سیمه اییزو رسنیو خبر ورکړ چې برید د یو حاجي په کور شوی چې تازه له حج څخه راستون شوی و، هغوی وویل، چې د نوموړي په کور کې د ميلمنو ګڼه ګوڼه ډېره وه، چې ناڅاپي پرې هوايي بريد وشو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت ( یوناما) د پنجنشبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ په ولسي خلکو د امریکايي ځواکونو د ډرون برید وغندلو او د بې پري تحقیقاتو د کېدو غوښتنه یې کړېده.
ملګرو ملتونو ومنله چې په برید کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان دي، دوی وايي چې په وژل شوو کسانو کې د ښوونځي زده کوونکي، یو ښوونکی او د هغو کورنیو غړي شامل دي چې ویل کیږي د حکومت ملاتړ يې هم کاوه.
یوناما یاد برید په کلکه غندلی ده، دوی له افغان حکومت او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو څخه په کلکه وغوښتل، چې د دغې پېښې په هکله دقیق او بې پرې څیړنې وکړي.
په کابل کې د دفاع وزارت هم منلې وه چې د اچین ولسوالۍ په امریکايي برید کې داعش وسله وال په نښه شوي دي.
د امریکايي ځواکونو رسنیو دفتر ویلي دي، چې دوی په دې اړه تحقیقات کوي او تیار دي چې په اړه یې پلټنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې څو اوونۍ وړاندې افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه سره د شینوارو په دریو ولسوالیو کې د داعش په وړاندې عملیات اعلان کړل، چې په عملیاتو کې یې له داعش څخه یو شمیر سیمې ونیولې؛ خو د عملیاتو په پای ته رسیدو سره سیمه بیرته داعش وسله والو ونیوله، د سیمې اوسیدونکو یاد عملیات ناکام وبلل او په حکومت یې غږ وکړ چې په قصدي توګه سیمې داعش وسله والو ته پریږدي، چې اوس یو ځل بیا په اچین کې یاده غمیزه د امریکايي ځواکونو په بمبار کې رامنځته شوه.


