زيات چاغښت د سرطان سبب ګرځي

فصيح الله عمرزى

روغتياپوهان له کلونوکلونوراهيسې پدې څيړنه کوي، چې څرنګه د سرطان د ناروغيو د درملنو ترڅنګ د دې انسان وژونکي ناروغۍ د لاملونو مخه ونيسې؛ خو تر اوسه پورې يې چې په څه توان موندلي دي هغه ېې نړيوالو ته په ډاګه کړي دي.

په دې اړه روغتياپوهانو يو نظر وړاندې کړې وايي، چې د زيات عمر کسان هغه نارينه وي او که ښځينه چې په چاغښت اخته وي د سرطان مرض په اخته کيدو ېې امکانات زيات ليدل کيږي .

د نړيوالې روغتيا سازمان ادارې ويلي دي، چې زيات چاغښت په انسان کې د(مولتيپل ميلوما او تيروئيد)په نامه يوه ماده ده، چې انسان ترې د مغزو په سرطان اخته کيداى شي او ترڅو چې د انسان وزن زياتيږي هومره د سرطان خطر زياتيږي.

د نړيوال  سازمان لخوا د روغتياپوهانو په يوه سروې کې ويل شوي دي، چې پدې اړه تر ۱۰۰۰ زياتو کسانو باندې څيړنې شوي دي او ټولې څيړنې دا ښيې چې په زيات وزن لرونکو کې د مغزو د سرطان خطره ليدل شوې ده. نو ويلي شو چې انسان بايد د زيات چاغښت څخه تر اخري حده ځان وساتي چې د معزو د سرطان علاوه د نورو ناروغيو لکه د پښو د بندونو درد، د پښو د سوځيدو زياتوالى، په ګونډو کې پړسوب، په ګونډوکې د اوبو پيدا کيدل او هم دا امکان شته چې که يو انسان زيات چاغ وي دواړو پښې ېې خپل فعاليت له لاسه وکولای شي.

د نړيوالې روغتياد سازمان يو روغتيا پوهه ګراهام کولديتر، چې د نړيوالې روغتيايي څيړنومسئول هم دى وايي ترحده زيات چاغښت دومره  د انسان لپاره تاواني دى چې تصور ېې هم نه شي کيداى.

پدې اساس ويلى شو چې انسان هغه نارينه وي او که ښځينه بايد د زيات وزن دلرلو څخه ځان وساتي او داسې خواړه ونه خوري  چې هغه د ډول ډول ناروغيوسره مخ کړي .

د امهال د نړي په ٦٤٠ميلونو بالغ او ١١٠ميليونو د کم عمر خاوندان د چاغښت سره مخ دي، چې په امريکا کې په سلو کې يوه برخه بالغ او نابالغ کسان په چاغښت اخته دي، چې  دا ټول په نړيواله کچه هغه که د نړۍ په هره برخه کې دي  د ډول ډول نارغيو سره مخ دي.

د نړيوال روغتيايي سازمان روغتياپوهانو په ٢٠٠٢ميلادي کال ټولې نړۍ ته خبر ورکړى و، چې د هغه خوراک څخه ځانونه وژغورئ چې د زيات چاغښت سبب ګرځي؛ خو د زيات عمر خاوندانو ته ېې په وار وار ويلي دي، چې که د زيات وزن لرونکي ياست بايد د سهار له خوا تر نیم کيلو متره پورې  په خپلو پښو مزل  او ورزش وکړئ.

ډاکټرکولديتر وايي، چې د زيات چاغښت يو لامل ګډوډ خواړه هم کيداې شي، انسان بايد په خوړوکې هم فکر وکړي او هر ډول خواړه چې  ميده ېې په اسانه سره نه شي هضمولاې بايد انسان ترې ځان وساتي  ترڅو د چاغښت په صورت کې  د مغزو د سرطان څخه وژغورل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button