طالبانو د کندوز د سقوط په اړه اعلامیه خپره کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی

طالبانو د کندوز ولایت د سقوط په اړه اعلامیه خپره کړې ده، په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو ته د پراخ تهاجمي بریدونو امر شوی.

طالبانو په اعلامیه کې خپلو ځواکونو ته له تکبر، غرور او ریاکارۍ څخه د ځان ساتنې توصیه کړې، ورپسې یې خپلو مجاهدینو ته امر کړی چې د عامو خلکو کورونه، غیر نظامي ادارې، مکاتب او د داسې نورو ملکي  تاسیساتو د خونديتوب امر کړی دی.

دوی هیواد والو ته ډاډ ورکړی چې مجاهدین ستاسو ځامن او د ټولنې اصلاح قشر دی، دوی ته د ملت ژوند،مال اوعزت خاص اهمیت لري، نو د مجاهدینو په اړه د هیڅ ډول خطر احساس مه کوئ.

طالبانو دولتي منسوبین باندې غږ کړی چې له مخالفت نه لاس واخلي دوی ته اسلامي امارت غیږه خلاصه ده، ددوی سر،مال او عزت به په امن کې وي خو شرط یې دادی چې په عاجله توګه د کفر له صف څخه راووځي.

همدارنګه تجارانو ته یې ډاډ ورکړی چې ستاسو شتمني به محفوظه وي، خبر یالانو او رسنیو ته یې هم امن ورکړی.

د طالبانو لخوا خپره شوې اعلامیه د ارزښت له مخې کټ مټ خپروو، تر څو ورڅخه هیواد وال خبر شي.

په کندز کې د وروستیو فتوحاتوتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

   څرنګه چې تاسو خبر یاست !

   ټولو مجاهدینو ته امر شوی چې د دښمن په وړاندې د الله تعالی په نصرت پراخ تهاجمي بریدونه ترسره کړي.

  اسلامي امارت  د خپل درانه مسئولیت له مخې لاندې څو مهم ټکي د هیوادوالو، مجاهدینو، حتی د دښمنانو لپاره اعلانوي.

۱ ــ د اچې فتوحات د الله تعالی په نصرت اومرسته لاسته راځي په دې کې د مجاهدینو د قوت، د هغوی د اسلحو او امکاناتو ډیر رول نه وي؛ نو مجاهدین او هیوادوال باید په کندز کې ټول فتوحات د الله جل جلاله نصرت وبولي او د الله تعالی عبادت، دعاګانو او د شریعت احکامو ته تر پخوا لا ډير متوجه شي، غرور، تکبر او رياکاري ترې ونشي.  اطاعت وکړي او په صبر، استقامت، حوصله او میړانه سره د دښمن مقابله وکړي.

 ۲ ــ  مجاهدینو ته مو لارښوونه ده چې عام هیوادوال تري زهیر نشي، د هغوی حقوق تلف نشي، په کندز کې هم د عامو خلکو کورونه، ملکي تأسیسات،  بې طرفه غیر نظامي ادارې او مؤسسات، کلینکونه او شفاخاني، مدارس، مکاتب، ليسي او نورې تعلیمي ادارې، بي غرضه رسنۍ او مهم حیثیت لرونکي اشخاص شتون لري؛ مجاهدین به د دغو ټولو په ساتلو، کې خاصه پاملرنه کوي، ترڅو د خلکو  سر، عزت او مال ته زیان ونه رسول شي.

 ۳ ــ   هیوادوال دې هيڅ تشویش نه کوي، مجاهدین د دوی زامن او د ټولنې هغه صالح قشر دی، چي په ديني مکلفیت پوهیږي او د ملت ژوند، اموال اوعزت ورته خاص اهمیت لري، نو د مجاهدینو په باره کي دې هغوی د هيڅ ډول خطر، زیان او ګواښ احساس نه کوي او نه بايد د دښمن د بدو تبلیغاتو ترتأثیر لاندې راشي، البته د احتیاط له مخي يې د کابل ادارې له خلکو، خصوصاً له نظامي أماکنو څخه  ځانونه لري وساتي، د مجاهدینو په مقابل کې دي په هيڅ ډول فعالیت کې برخه نه اخلي.د اسلامي امارت مجاهدین ستاسو مدافعین دي، ستاسو مال، سر او عزت به ساتي او ستاسو له حقوقو به هر راز دفاع کوي او پرتاسو هيڅ ډول تعرض او تعدا ته اجازه نشته.

 ۴ــ  هغه خلکو ته چې د کابل په اداره کې فعال دي، خصوصاً هغو کسانو ته  چې په نظامي برخه کې لاهم فعالیت  ته دوام ورکوي؛ خبر ورکول کیږي چې که هغوی له مخالفت څخه لاس واخلي، د کفارو او د هغوی د غلامانو له صف څخه را جلا شي؛ د مجاهدینو غیږه ورته خلاصه  ده، د دوی سر،  مال او عزت به په امن کې وي، هیڅوک ورته زیان نشي اړولی، خو شرط دا دی چې نور به په عاجله توګه له مخالفت او د مجاهدینو له مقابلې څخه لاس په سر کيږي. او کنه وي د خپلو اعمالو د سزا ګاللو مسئولیت به يې پخپله غاړه وي.

 ۵ــ په کندز کې تجاران، دکانداران، کسبه کاران، د شرکتونو مسئولین او ټول هغه اشخاص چې سرمايي یې هلته بندې دي، هغو ټولو ته اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې مجاهدین ورته ورسيږي؛ څوک يې مالونه نشي ضایع کولای ، دوی دې هیڅ تشویش نه کوي ، د دوی اموال او هر ډول ملکیت له تعرض څخه محفوظ دي.

 ۶ــ  خبریالان او رسنۍ له برید څخه په امن دي، د هغوی ژوند ته څوک ګواښ نه پيښوي، خو شرط دا دی چې هغوی به ځان بې طرفه ساتي، د ژورنالیزم د اصولو سره سم به نشرات او راپورونه خپروي، که يې د کابل ادارې څخه حمایت وکړ، یا يي د مجاهدینو پر ضد پروپاګند وکړ، یا يې په یو طرفه ډول خبرونه خپاره کړل، یا يې د ملکي خلکو د زیانونو په رپوټونو کې بې انصافي وکړه او پټ يې کړل؛ بیا به نو طبعا دولس او مجاهدینو ذهنیت  د دوی په حق کې منفي وي او د شکایت  حق  به  ځکه  نلري  چي  د خپل عمل له عکس العمل  سره  به  مخ  کیږي

 ۷ــ  ټول دولتي اموال، تأسيسات، تعلیمي اونوري ادارې په امن کې دي، هيڅوک يې لوټ کولای نشي،اسلامي امارت امر کوي چې مجاهدین دې د فتحو په مهال د ټولو دولتي ادارو او اموالو په کلکه ساتنه وکړي چې بیت المال ضايع نشي او ملي شتمنیو ته زیان ونه رسیږي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۱/۲هـ ق

۱۳۹۵/۷/۱۲هـ ش ــ 2016/10/3م

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button