معرکه ده د کندوز/ خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی
څو هیلې ژوندۍ شوې افسانه ده دکندوز
روانــه ده غــزا پــرې معــرکــه ده د کنــدوز
راښکته شول میدان ته یو څو ستوري له آسمانه
شــروع د فتــوحــاتــو سلسلـه ده د کندوز
بیا هسک پامیر خوشال دی هندوکش باندې کړي زیري
رپانده وای په چوک سپینه جنډه ده د کندوز
یوڅوک په ماښامي کې داسې زیری راته راوړي
نـن بیــا په تــورو شپـو بلـه ډیــوه ده دکنــدوز
کابله در روان دي د بورجان غازي سرتیري
لږ پند واخلئ واکمنو! خاطره ده دکندوز
شیبې د انقلاب دي خالقیاره ځه سنګر ته
فاتح شو طالب جان هسکه شمله ده دکندوز



