هندي پولیسو هغه کوتره نیولې چې مودي ته یې د پاکستان ګواښ لیږدولو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د هند د پنجاب په ايالت كې سرحدي پوليسو يوه كوتره نيولې ده، چې په پښه پورې يې د لشكر طيبې وسله والې ډلې هغه پيغام ګنډه شوى و، چې په كې نرېندرا مودي د مرګ ګواښ شوى و.

هندي رسنيو ویلي دي، چې دا كوتره پاكستان سره پولي ته نږدې د ناروت جايمال سينګ د امنيتي پوستې په ساحه كې نيول شوې ده.

د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د پټانکوټ د پولیسو رييس رامیش کومار وویل، د كوترې په پښې پورې يو پيغام ګنډه شوى و، چې په اوردو ژبه په كې مودي ته په خطاب كې ليكل شوي دي چې “ موږ د ۱۹۷۱م كال پر مهال له خلکو سره مه پرتله كوه، زمونږ هر ماشوم  د هندوستان سره جګړې ته تيار دى”.

کومار وايي، چې د لیک په وروستۍ کرښه کې د لشکر طیبې نوم لیکل شوی دی، چې نریندرا مودي ته یې د مرګ ګواښ هم کړی، دده په وینا د پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

لشکر طیبې د ۱۹۷۱ م کال هغه پيښې ته اشاره کړې ده چې د پاکستان یولک سرتېري په بنګله دېش کې هندي پوځیانو ته تسلیم شول او بنګله دېش یو خپلواک هېواد شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button