دوستم د کندوز د جګړې قومنده په غاړه واخیسته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۳) زرغون خوږیاڼی

تیره ورځ طالبانو د کندوز ولایت مرکزي ښار تر بریدونو لاندې راوست او په لومړیو کې د ښار څو برخې تر خپل تسلط لاندې راوستلې.

طالبانو صحنه په صحنه ویډيو فلمونه نشر کول، چې د کندوز ښار مرکزي چوک یې هم لاسته راوړی و.

وروسته له هغه چې دولتي ځواکونه ونه توانیدل د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي، د ولسمشر لومړي مرستیال رشید دوستم د کندوز د جګړې مشري په غاړه واخیسته.

د کورونیو چارو وزارت ویلي دي، چې دوستم له کابل نه د کومانډویي ځواکونو سره کندوز ته رسیدلی او هلته به د دولتي ځواکونو هماهنګي او د جګړې مشري په غاړه واخلي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال بیا ازادۍ راډیو ته ویلي، چې ځواکونه یې د پر مختګ په حال کې دي، دده په وینا چې په ښار کې به

تصفیوي عملیات پيل شي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال هم وسله والو طالبانو د کندوز ولایت نیولی و، چې وروسته یې د جګړې قومنده جنرال رازق په غاړه واخیسته.

طالبانو نن سهار ويلي،چې جګړې یو ځل بیا زور اخیستی او دوی لا هم د پرمختګ په حال کې دي، د طالبانو په وینا ددوی ځواکونه د ولایت ودانۍ او میدان هوايي طرفته پرمختګ کوي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button