دطالبانو دسختو شېبو یار، حکمتیار ـ حکمتیار

جواد څارګر
طالبان دعجیب نازک طبعیت څخه برخمن دي، ډېر کله به یو څوک ښه ورسره کوي، دراز له امله به ځان به پټ ساتي، دوی به یې له پښو راونیسي او لوی میدان ته به یې راکاږي.
په دې وروستیو کې چې ښاغلي حکمتیارصاحب دکابل ادارې څنګ نیولای، یو شمېر طالبان غصه ښکاري او دښاغلي پر دې حکیمانه! پرېکړه نېوکې کوي
ښاغلي حکمتیار دکابل ادارې سره پر توافق دځان لپاره هیڅ ندي غوښتي، له کلونو یې چې کوم شرایط درلودل له هغې ټولو یو مخ تېر شو، پر ځان او نوم یې پښې کېښودلې او دطاغوتي ادارې سره یې بې قیده او شرطه پیوستون اعلان کړ. دا ټول دڅه لپاره؟ ددې وطن دروښانه مستقبل او عُلیا مصالحو لپاره یې دا هر څه ومنل
اوس به تنګ نظري او متعصب! طالبان وایي هغه دعوې چې ته یې دښاغلي دبېګُناه ثابتولو لپاره کوې، څنګه درسره بې ثبوته او بې له شرحې ومنو؟
هغه داسې چې دتعصب عینکې لېرې کړئ او بې طرفه قضاوت وکړئ، په خپله به یې ووینئ او که بیا یې هم نه منئ نو لاس راکړئ چې دماضي چکر درباندې ووهم.
طالب جانه! تا چې کله له کابله پړۍ تاو کړ، له هغې وړاندې درته همدې ښاغلي خپل قوي مرکز چاراسیاب ایله کړی و، ستا له وېرې یې نه یې ایله کړای او نه دښاغلي حکمتیار قواوې مخکې له مخکې تښتېدلې وې، بلکې ددې لپاره چې ته د افغانانو ستر دښمن احمدشاه مسعود څملوې، مګر څه دپاسه کال همالته تم وې ندې کابل ونیو او نه دې مسعود څملاوه
چې ښه زور دې وواهه او وس دې ونه رسېد، همدې ښاغلي دپردې تر شاه ستا مرستې ته راټوپ کړ؛ دمسعود سره یې اتحاد وکړ او تاته یې دکابل دروازې پرانستلې
اوس که ته وایې چې دا سړی سپېره دی، چوکۍ یې په قسمت کې نشته دی او چې دچا سره اتحاد وکړي، هغه له مالها او ماعلیها دواړو خلاصه وي. بیا ښه دنر غوندې درته وایم چې ته دوهم ګلمرجان یې، هیڅ نه منې
ښاغلي حکمتیار ستا په یاري کې دصدارت عظمی چوکۍ ته لغت ورکړه، وطن یې درته پرېښود او هغه چې دی یې دوهم اسرائیل بلي، بېچارګۍ دهغوی دیار ته په سپینه ږیره مهاجر شو
د امریکایي تاړاک دپیل سره سم یې مقاومت اعلان کړ، هغو زړو سنګرونو ته یې لرګۍ راوړل او تر دې دمه یې یکې یواځې تازه او تاوده وساتل، مګر ستاسره یې پیوستون اعلان نکړ؛ ځکه چې دحکمتیار ټولې پرېکړې پر حکمت ولاړې دي
که یې ستاسره هوکړه کړی وای نن ممکنه نه وه چې دکابل اداره کې مدغم، او بیا ستا پر ګټه تمام شوی وای ځکه چې ته نړیوال ترهګر! یې
ددې لپاره چې قیصه اوږده نشي له ماضي دې راګرځوم او په حال کې دې پر اصل حال پوهوم
طالب جانه! هفته به نه کېږي چې ښاغلی دکابل نظام ته پر ملا خم شوی؛ تا په پنځلس کلن مقاومت کې دومره سترې سوبې او غنایم نه ول لیدلي لکه په دا یوه هفته کې چې دې ولیدل. ته وا داد چا له برکته؟
نن چې په کندُز سپین بیرغ وزرې وهي، ښار دلښکرګاه درته سترګکې وهي، ترینکوټ دې غوړې څڼې لیدل غواړي او بغلان دې په ارمان دی دا دچا برکت دی؟
طالب جانه! اوس پوه شوې که نور وضاحت هم درته وکړم؟
که پوه وې نو په لوَړ غږ یې راسره بدرګه کړه
زموږ دسختو شېبو یار ـ حکمتیار ـ حکمتیار



