کويټه: په بس موټر وسلوال بريد شوی- ۵ ښځې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۴) الماس خدرخېل

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې پر بس موټر يو وسلوال بريد ترسره شوی دی.

بريد د کويټې ښار کيراني سړک د هزاره زيارت کوونکو پر بس موټر د ناپېژانده وسلوالو لخوا شوی.

سيمه ييزو پوليسو رسنيو ته وويل، لومړی دوه تنه موټر سايکل سپرو بس موټر درولی او وروسته يې پر ښځينه سپرلۍ ډزې کړي.

پوليس وايي، پېښه تېر ماښام رامنځته شوې او له ۸ ښځو څخه يې پنځه ښځې وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ د ۴ ښځو وژل کېدل تائيدوي.

د بريد مسؤليت لشکر جهنګوي ډلې منلی او ويلي يې دي، چې ياد بريد يې د سوريې د عامه اولس د انتقام په موخه ترسره کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په سيمه کې پاکستاني ځواکونو د محرم د لمانځلو لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button