جوزجان کې د قومندان په شمول ۳۰ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۴) زرغون خوږیاڼی

نن سهار د جوزجان ولایت په قوشتیپه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قومندان سره د خپلو ۳۰ ملګرو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي، چې نن سهار د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ اړوند چقمه چقور سیمه کې د محلي پولیسو  قومندان ابراهیم له خپلو ۳۰ ملګرو سره د اسلام او هېواد د دښمنۍ څخه لاس اخیستی او طالبانو سره یو ځای شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې یاد قومندان دوی ته ۳۰ میله کلاشینکوف، ۴ پیکا، ۱ راکټ، ا بم افګن، ۱۰ مخابرې، ۲۰ موټر سایکلونه، ۱ رینجر موټر او ګڼ شمیر نور نظامي مهمات راوړي دي.

د طالبانو په وینا، یاد قومندان د بازان کلا په سیمه کې ۳ پوستې درلودلې، چې ټولې اوس د طالبانو تر تصرف لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په چوزجان ولایت کې جګړو زور اخسیتی دی، تیره ورځ طالبانو په یاده سیمه کې د ۳ پوستو نیولو خبر ورکړ.

په خبر کې ویل شوي تسلیم شوي محلي پولیس اوس مهال مجاهدینو مصئون ځای ته رسولي.

د یادو محلي پولیسو په اړه تر اوسه د جوزجان ولایت چارواکو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button