د رسول الله یو څو طبي مشورې

عزیر اسدخیل

رسول الله صلى الله عليه وسلم د انسانانو د روغتیا لپاره يوه ډېره جامع طبي مشوره فرمايلې ده چې که عمل پرې وشي، نو د ډېرو ناروغيو مخنيوى به پرې وشي.
هسې خو د اسلام ټول احکام د انسانانو د دنيوي او اخروي ښېګړو او نېکمرغيو ضامن دی او په هر حکم کې يې ښېګړې نغښتې دي؛ خو دلته چې کوم حديث راوړو په دې کې يو جامع طبي علاج دى.
له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((معده د بدن ډنډ دى او رګونه ورته راغلي دي، که معده روغه وه، نو رګونو کې روغتيا ځي او که معده فاسده شي، نو رګونو کې ناروغي ځي)).
ريښتيا هم که په خوراک کې احتياط وشي، ډېر او ناوړه خوراک ونه شي، نو معده به روغه وي او د معدې له روغتيا سره د ټول بدن روغتيا تړلې ده. ينې، زړه، پپوس او پښتورګو باندې چې څه تېرېږي او دزړه له لارې ټول بدن ته وېشل کېږي؛ دا ټول له معدې ورځي.
ډېر خوراک کول په اسلام کې ښه نه دي ګڼل شوي. په يو حديث کې داسې راځي:

له مقدام بن معديکرب رضی الله عنه نه روايت دی، هغه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي دي، چې فرمايل يي: (( يو انسان له خپلې خېټې نه ناوړه لوښی بل نه دی ډک کړی. د يو انسان لپاره يو څو مړۍ بس دي، چې ملا يې پرې نېغه وي؛ که ډېره اړتياوه، نو خېټه دې درې ځايه کړي: يوه يې د خوړو، يوه يې د څښاک او دريمه يې د ساه اخيستو لپاره)).

په ښي لاس خوراک څښاک
د اسلام دپاکۍ له اصولو نه داهم دى، چې د خوراک، څښاک، ور کړې راکړې او پاکو کارونو لپاره ښى لاس ټاکل شوى دى او داستنجا، پوزې پاکولو او نورو ناولتوبونو لپاره کيڼ لاس دى. اګر چې د دواړو وينځل او پاک ساتل هم مطلوب دي؛ خو کارونه يې معلوم دي .
په حديث کې داسې راځي :
عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((په تاسو کې چې چا خوراک کاوه، نو په خپل ښي لاس دې وخوري او چې څښاک يې کاوه، نوهم په خپل ښي لاس دې وڅښي)).

په بل حديث کې داسې راځي:
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((په تاسو کې دې هيڅوک په خپل کيڼ لاس نه خوراک کوي او نه څښاک، ځکه چې شيطان په خپل کيڼ لاس خوړل او څښل کوي)).

په تکيه خوړل
داسلام له آدابو او د صحت او روغتيا له بنسټونو نه دا هم دى، چې په تکيه خوړل منع دي . په حديث کې داسې راځي:
له ابوجحيفه رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې پېغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل : (( زه په داسې حال کې خوراک نه کوم چې تکيه مې وهلې وي)).

په خوراک کې هم اعتدال
اسلام په هر قدم کې د اعتدل او انصاف کولو حکم کوي؛ تر دې چې کله څو کسان په دسترخوان او په پېنډه ناست وي؛ د يوې پېنډې خلک په خوړو کې مساوي حقوق لري، نو ځکه بايد د بل برخه ونه خوړل شي. په حديث کې داسې راځي:

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى هغه وايي : ((رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې منع کړې ده، چې يو سړى دملګرو له اجازې پرته دوه دوه خورماوې سره يو ځاى وخوري)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button