ننګرهار: ماين چاودنه کې يو امريکايي سرتيری وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۴) الماس خدرخېل
د امريکايي پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی يو تن عسکر د افغانستان په ختيځ کې د داعش سره د جګړې پر مهال وژل شوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی عسکر هغه مهال ووژل شو، چې د دوی موټر پر ځمکه کې پر خښ شوي ماين وخوت او چاودنه يې وکړه.
د امریکا دفاع وزارت د دې عسکر هویت نهدی څرګند کړی.
دفاع وزارت تر دې دمه نه ده څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت په کومه سیمه کې دغه پيښه را منځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا ويلي و چې زمونږ څه کم لس زره سرتيري به يواځې افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي، په جګړه کې به برخه نه اخلي، خو په دې وروستيو کې دغه ځواکونه يو ځل بيا د جګړو په ډګر کې ګډې جګړې او عمليات ترسره کوي او د افغان ځواکونو نه د دفاع په موخه په طالبانو او ولسي وګړو هوايي بریدونه کوي.



