د حکومت پرخلاف په ننګرهارکې مظاهرې اوپه هلمند-کندز کې جګړې

د تیریوکال راهیسې د حکومت چارواکي په دې اندیښنه کې دي چې د ولس د مظاهرواو مخالفو وسله والو د جګړو ځواب په کوم شکل سره ورکړي د حکومت سره یواځې د ناټو د هوایي ځواکونو د بمباریو زورپاتې و چې هغه ېې هم د ترینکوټ او نورو ولایاتو په پوستوکې په خپلو پولیسو او د ننګرهار ولایت داچین ولسوالۍ په عامو ولسي وګړو وازمایه نور ورسره هیڅ دولس دمظاهرو او د مخالفو وسله والو دجګړو توان نه دی پاتې .
د یوې خوا د کندز پرښار بیا د طالب وسله والو بریدونه او د ښار منځ ته دطالبانو ورننوتل ، د هلمند په ولایت کې د ولسوالیوسقوط او هم دهیواد په نورو ولایاتو کې د جګړو دوام داټول هغه څه دي چې دولتي چارواکې ېې ځواب نه شي ویلی.
ولسمشر محمد اشرف غني چې تیره ورځ د برکسل غونډې ته روانیده دناوې ولسوالي طالب وسله والو ونیوله اشرف غني امنیتي مسئولینوته په ځواب کې وویل چې له برکسل غونډې راستون شوم بیابه پرې خبرکوو.
تیره ورځ په ننګرهار کې د شینوارو د شپږو ولسوالیو ځوانانو، قومي مشرانو او د جلال اباد ښار یو شمېر مدني فعالانو د ننګرهار ولایتي شورا مخې ته د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې د هغه بمبار پر ضد مظاهره وکړه چې په کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
مظاهره چيانو چې د جلال آباد ښار په پښتونستان واټ کې ېې یوپریکړه لیک هم خپورکړ وې ویل له یوې خوا د داعش له ويرې خلک کډوکولو ته اړ شوي او له بلې خوا د حکومت ړندې بمبارۍ دي چې عام ولسي وګړي پکې وژ ل کیږي.
د کندز ښاریان د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړوکې راګیردي وایي دولت د کندز دساتلوتوان نه لري په امنیتي لوړو پوستونوېې هغه کسان ګمارلي چې په غرب کې رالوی شوي او د ولس له ستونزو ناخبره دي .
د ننګرهار مظاهره چیان هم همدا ټکې تکراروي وایي په ننګرهارکې ېې په دولتي پوستونوهغه کسان ګمارلي چې خپل ولسي وګړي بمباروي او یا د ناټو هوایی ځواکونوته خپل ولس د بمبارلپاره ورپه ګوته کوي.
د کندز او هلمند اوسیدونکي له حکومته په خپلو ولایاتوکندز او هلمندکې بې کفایته امنیتي مسئولین ګوښه کول غواړي خو د ننګرهارشینوارو اوسیدونکي بیا په اچین ولسوالۍ کې دبمبارکړل شوو ولسي وګړو د قاتلینو قانون ته دسپارلو او ورته دسزاورکولو غوښتنه کوي چې دامهال په جګړه کې راګیر حکومت دهیڅ یو هیوادول په وړاندې ځواب نه شي ویلای.
حکومت چې تل د خپلو امنیتی ځواکونو دهیواد د دفاع دعوې کوي نه په هلمند او کندز کې د دفاع او نه په ننګرهارکې د داعش او بمباریو چې ولسي وګړې شهیدانوي مخه نیولای شي.
که دولتي چارواکي ځان ته په حالاتو دچوپ ساتلو قناعت ورکوي نه نور د کندز — هلمند او نورو ولایاتو ولس چوپ پاتې کیږي او نه د ننګرهار ولایت شینواري ، دشینوارو اوسیدونکو حکومت ته ګواښ کړی دی که ېې غوښتنې ونه منل شي د تورخم جلال آباد لویه لار به دترافیکوپرمخ وتړي او که د کندز او هلمند امنیت ونه ساتل شي د دواړو ولایاتو او هم ورسره دټولو هغو ولایاتوچې دفاع وزارت د خیالي پولیسو او بې کفایته کسانوپه ګمارلو دهیواد امن ساتلودعوه کوي ټول هیوادوال به دحکومت پرخلاف راپورته شي.
که دهیواد حالاتو ته ژور نظر وکړل شی ورو ورو د ولسي پاڅون لپاره زمینه برابریږي نور افغان جګړه ځپلی ولس هم ګرم نه دی د درې لسیزو راپدېخوا ېې دپردیو د اهدافو د پوره کولو په جګړوکې د سر اومال تاوانونه وګالل نور نه د جګړې ،ناامنیو،بې کارۍ، بمبارۍ او کډوالۍ توان لري او نه چوپ پاتې کیدای شي.



