امریکايي پوځ وايي، کندز ته څیرمه خپل عسکر ځای پر ځای کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۴) زرغون خوږیاڼی

 په افغانستان کې میشت د امریکايي پوځونو ویاند تېره ورځ رسنیو ته ویلي دي، چې کندز ته یې امریکايي عسکر لیږلي دوی به کندز ښار ته نږدې ځای پر ځای شي.په کابل کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ په حواله د رویټرز خبري اژانس ویلي، چې امریکايي عسکر به د اړتیا په وخت کې د افغان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي؛ خو ددې امریکايي عسکرو شمېريې نه‎دی څرګند کړی.

امریکايي ځواکونه دا خبر په داسې حال کې ورکوي، چې په کندز ښار کې دولت او طالبانو دواړه یو بل نه د سیمو د نیولو خبر ورکوي، حکومتي عسکرو ویلي دي، چې دوی د کندز ښار له طالبانو څخه تصفیه کړی او د کندز څنډو ته جګړه روانه ده.

بلخوا طالبان وخت پر وخت ویډیو فلمونه نشر کوي، چې نن سهار یې هم د کندز ښار د څو سیمو څخه ویډیو نشر کړ چې په کې وسله وال طالبان ښکاري د ښار مهم ځایونه لا هم ددوی په ولکه کې دي.

تیر کال هم امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره د کندز ښار په نیولو کې مرسته کوله چې په کې یې د بې پولو ډاکټرانو یو ملکي روغتون بمبار کړ او په لسګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

حکومتي چورلکو بیا په سیمه کې درنده بمباري پیل کړې ده او د ولسي وګړو کورونه یې هم په نښه کړي دي، چې په کې په لسګونو ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button