روسيې په سوريه کې د توغنديو دفاعي سستم نصب کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۴) الماس خدرخېل

د امريکا متحده ايالاتو لوړپوړو نظامي چارواکو ويلي، چې روسيې په سوريه کې د توغنديو دفاعي سستم نصب کړی.

د امريکا درېيو تنو جګپوړو نظامي چارواکو د فوکس نيوز تلويزويوني چينل سره په مرکه کې وويل، چې روسيې په سوريه کې د (23SA  ګلادياتوردانتي) بالستيک توغندويي سستم ځاي په ځای کړی دی.

دغه لوپوړي چارواکي ادعا کوي، چې روسې د دفاعي توغندیو نوموړی سستم د سوريې د طرطوس بندر ته انتقال کړی دی.

ياد امريکايي چارواکو په خپله مرکه کې دا هم وويل، چې روسيې په لومړي ځل دغه توغندويي سستم په يو بهرني هېواد کې ځای په ځای کړی دی.

امريکايي لوړپوړي نظامي چارواکي وايي، وروسته له هغې چې تورکيې د نوموړي هېواد الوتکه په نومبر کې نسکوره کړه، دوی هم په سوريه کې S400 ډوله توغندويي دفاعي سستم نصب کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button