ټیپو سلطان نولسمه برخه

په تیر پسې…
د میسور کورني حالات هم دومره خطرناک نه وو، لکه څنګه چې شهزاده ټیپو لرې په بنګلور کې احساسول. خو بیا هم لږ څه ګواښونو شتون درلود.
په سرنګاپټم کې د هغه کشر ورور شهزاده کریم په تخت کینول شوې وو، نو دا کار که ډیر ویرونکی نه وو خو خطرناک ضرور ګڼل کیدو.
هغه بل خطر چې ډېر زیات را څرګندیدو هغه د میسور د راجه د بغاوت امکان وو، چې تخم یې لا در پخوا څخه انګریزانو شیندلی وو.
د میسور راجه «دوهم کرشن راج» په ۱۷۶۶ کې له نړۍ څخه تللې وو. خو خدای بخښلې نواب دهغه په ځاې د هغه زوې نندراج د هغه ځاې ناستی ټاکلې وو. هغه هم په ۱۷۷۰ کال کې ومړ، خو د هغه ځای ناستی یې د هغه کوچنې زوې « چامراج » د راجه په څیر و ټاکه خو شپږ کاله وروسته هغه هم له نړۍ څخه وکوچید.
په هغو حالاتو او شرایطو کې که نواب حیدرعلي خان غوښتلی چې شهزاده ټیپو خپل ځای ناستی و ټاکي نو په ډیره اسانۍ سره یې دا کار کولی شو او دا جګړه یې په همغه وخت کې پای ته رسولی شوه. خو د هغه غیرت دا ښه نه ګڼله نو په دې اساس یې د همغه کورنۍ یو کوچنی د «خاصه چمراج» په نامه د راج په ګدۍ کیناوه، چې تر ډیرې مودې پورې هغه په همدې ګدۍ باندی ناست وو.
دا هم ویل کیږي چې نواب حیدرعلي خان د میسور د کاغذي راجه ګانو لړۍ جاري وساتله او په دې توګه یې په خپله په خپل لستوڼي کې ماران و روزل. هغه به د یوه راجه د مړینې وروسته بل او بیا د هغه وروسته بل ټاکه او په دې توګه د راجه ګانو رانیاني هلته په راج محل کې په مستیو کې ډوبې د میسور د سلطنت د جرړو په ویستلو کې مصروفې وې. هغوی په پرلپسې توګه هلې ځلي کولې چې حیدرعلي خان ګوښه کړي او د میسور سلطنت کوم خپل هندو راجه ته بیرته وسپاري.
د نواب بهادر د مړیني څخه لږه موده مخته په همدې ډول یو ستر سازش جوړ کړل شوی وو چې ورته د « رانا د تړون » نوم ورکړل شوی وو. د دې سازش لنډه کیسه داسې ده:
نواب حیدر د میسور د راجه څخه ټوله واکمني واخسته او هغه یې هسې په نامه راجه پریښود، هغه ته یوازې د مذهبي رسوماتو ادا کول او یا د هندوانو په میلو چړچو کې د نذرونو ترلاسه کول او…. ورپاته وو .
دا د مرحوم نواب د نیک نیتۍ انتها وه چې د کومې میلې په وخت کې به راجه خپل دربار ښایسته کاوه نو د هغې د مصارفو ټول بار به حیدري خزانې په غاړه اخیست. دا په داسې حال کې چې راجه ته به د خزانې څخه د همداسې مناسباتو په خاطر پوره رقم ورکول کیده خو د داسې دربارونو په جوړولو به راجه ګانو دومره مصارف کول چې د هغو د کلنيو مصارفو څخه به لس ځله زیات وو .
تاسو به هرومرو په دې پوهیږئ چې د هندوانوپه مذهب کې هره ورځ یوه میله نه یوه میله جوړیږي، ترڅنګ یې په هره میاشت کې یوه ستره میله لګیږي، همدا علت وو چې راجه به هر کال د لږ تر لږه د څلورو سترو دربارونو د جوړولو د مصارفو لپاره غوښتنلیک ورکاوه او بهادر نواب به دا ډول ټول مصارف پورته کول.
دلته یواځې د ډیرو مصارفو د ورکولو پوښتنه مطرح نه وه بلکې داسي دربارونو ته به د میسور د سلطنت نه اخوا د هندوستان د نورو ریاستونو څخه د هندوانو ستر ستر بامبړان، پنډتان او نور منتر ویونکي د عبادت په نامه رابلل کیدل خو دوی به د همدې نامه لاندې د محل د سازشي ډلې په څیر پټې پټې نورې غونډې کولې او د نواب بهادر د ګوښه کیدو لپاره به یې پلانونه او طریقې جوړولې.
په زړه پورې خبره داده چې په همدې دربارونو کې به چې د نواب حیدرعلي خان په خلاف سازشونه کیدل په خپله نواب حیدرعلي خان د خپلو اراکینو سره یو ځاې ګډون کاوه او د یوه عام انسان په توګه به یې د راجا تر مخه لاسونه تړلی ولاړ وو او خپل نذر به یې وړاندې کاوه .
خو ….
دغه ماران او مارانې چې نواب حیدر علي پخپله په شیدو باندي پالل او را سترول یې، هر وخت د نواب د چیچلو لپاره تیارولاړ وو.
په همدې توګه په یوې مذهبي میلې کې دراج محل رانیانو، د سري نګناد مندر ستر پجاري، او د بیلورګنګاسیوا د مندر مشر بامبړ د نواب بهادر د تخت د چپه کولو لپاره سازش تیار کړ، د دې سازش تر ټولو مشر د راج محل د رانۍ پالل شوی «ترمل» وو.
نور بیا …..



