امريکا: سمندري طوفان ځاني او مالي زيانونه اړولي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۴) الماس خدرخېل

د امريکايي هېواد هايټي په سواحلو کې د سمندري طوفان له کبله څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

ځايي رسنيو ويلي، چې د طوفان له امله ۲۰۰ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، چې پکې شاوخوا ۸۰۰ کسه ژغورل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، د ۳۱ کليو اړيکه او برېښنا پرې شوې او ټولې لويې لارې د سېلابونو له کبله تخريب شوي دي.

دا طوفان چې د کيوبا هېواد سواحلو ته رسېدلی، د دغه سمندري طوفان سرعت په ساعت کې ۱۴۵ ميله ښودل شوی دی.

د ياد سمندري طوفان له پېليدو وړاندې د هوا پېژندنې ادارو سواحلي هېوادونو ته د طوفان خبرداری هم ورکړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button