بس دی؛ حکمتیار نور مه رټئ!

کابل ټکی کام ۱۴تله/۱۳۹۵، لیکنه: پتنګ انتظار
پخوا به د کلیو او قریو ترمنځ بې سارې تربګنۍ او رقابتونه موجود وو، اوس نسبتاً دغه کیسې څه ناڅه کمې شوې دي.
هغه وخت به چې په کلي کې چا د ننګ له میدان یا د غیرت له څلي شاتګ وکړ، خلکو به یې په غبرګون کې له مزخرف الفاظو:
بې غیرته!
بې ناموسه!
بې وجدانه!
او داسې نورو څخه کار اخیسته، تر دې چې له کلي به یې وشاړه، بیا به د خلکو په آو او اروا هم نه راتلو.
راځم انجینر ته…..!
انجینر حکمتیار تېره ورځ رسماً خپلو لوړ رتبه پلویانو ته ورغږ کړ، چې تاسې د لویې جرګې خیمې ته ځان رسوئ او زه به د ویډیو کنفرانس له مسیره تر څو په خلکو کې یوه نوعه شکاکیت پیداشي؛ درته را څرګندیږم.
هماغه وو چې انجینر د ویډیو کنفرانس له لارې په اصطلاح تاریخي سند لاسلیک کړ او خپله ماضي یې د خلکو مخ ته کېښوده؛ البته د ده سابقه به هغه چا درک کړې وي، چې څه ناڅه سالم فکر ولري او په رواني ناروغیو نه وي آخته.
د ګوډاګي دولت له شیطان صفته نانځکو سره د انجینر حکمتیار د سولې تر نامه لاندې اوږده سلسله او بیا په خورا مکر او شرمندګۍ سره مستقیماً له دوی سره ناسته پاسته د انجینر پټ رازونه افشاء کړل، د جهاد، مقاومت، اسلام ته د ده وفادارۍ سر وخوړ، که یې د اسلام او هېواد لپاره څه کړي وو، چې دا به ډیر کم امکان ولري؛ او یا یې نه وو کړي، خو هر څه په اوبو لاهو شول، هغه د چا خبره پړانګانو راوړی، ښکار ګیدړې یووړ.
اوس که وګورو په افغانستان یا له افغانستان څخه بهر، کوم چې کوم هیوادوال میشت دي، او د اسلام درد په زړه کې لري او د انجینر سابقه او حال یې ټول تر مشاهده لاندې دی، خورا احساسي ښکاري او د انجینر په مقابل کې توند غبرګون ښیي، له حکومت سره د ده رسماً ګډون د ده او د ده پلویانو ته یو لوی شرم او عار بولي.
فیسبوک او نورې شبکې نن صبا ټولې د انجنیر صیب په غندنه مالا مال دي.
زه وایم چې پریږدئ!
یو قوم، یو ټولی یا یو فرد که د شرم او عزت لار پېژني، خو هېڅکله به یې د غاړې طوق ونه ګرځوي او که یو څوک د عزت او شرم لار نه شي جدا کولی، هغه ته به بیا کنځلې، بد ویل او رټل هېڅ معنی نه لري.
او دا خو له شک وتلې ده چې حکمتیار یوه د شرمندګې کړنه ترسره کړه.
افغانستان د غلو او خاینینو حساب نیولی دی…
په انجینر حکمتیار خو ملک ګواه دی، چې له خیانت غلا، فساد، له اسلامي سپیڅلیو ډلو سره له دښمنۍ پرته نور هېڅ نه دي راوړي او د بې غیرتۍ او بې ناموسۍ بېلګه یې دغه ده پرون لا ښه څرګنده شوه.
اوس هم چې دوی د خپلې شرمندګۍ په اوج نه پوهیږي، نه یې شي اندازه کولی دا به د دوی د ساینس او ټیکنالوژۍ کمښت وي.
نو راځئ! د ده د دې بې غیرتۍ او کثیفې ماضي له مخې یې لکه د کلي هغه بې غیرته “لوڼډ” همداسې شړلی پریږدئ، خپل وخت مه پرې ضایع کوئ، که مخکې په پټه د دیموکراسۍ په تخته پروت وو، اوس په ښکاره د شړپ او غړپ محفلونه ساتي او کوم شرم او حیاء یې سترګو ته نه دریږي، نو نور به هېڅ هم تأثیر پرې ونه کړي.


